ټولنیزه برخه

مسؤلیت په سمه معنا وپېژنئ!

محمد خبیب هشام

هغه عالمان دې واوري، کوم چې د دوو یا درېیو فرعي مسایلو باندې شپې ورځې ځانونه ستړي کوي او مقصود ترې پاته وي.

قرآءت خلف الامام شته که نشته؟ آمین بالجهر شته که نشته؟ رفع الیدین شته که نشته؟ حیله اسقاط شته که نشته؟ ذکر جهري اولی دی که خفي؟

د افسوس خبره ده! زمونږ ځوانان ټول تباه شول او دوی په خپله جګړه کې بوخت دي، فحاشي مو د دروازې تر شا را رسېدلې او دوی شپې او ورځې په وړو وړو مسایلو باندې کتابونه لیکي، د کلي ځوانان مو ټول په زنا او شراب خورۍ اخته دي، عوام د غلو له لاسه له خپل کور څخه نشي وتلی، د هرې کوڅې په سر کې غل د ټوپک سره ولاړ وي خلک لوټ کوي، اشغالګر د دوه زره کیلو متره لرې ځای څخه راغلي، مظلوم افغانان شهيدانوي، بمبارونه کوي، جوماتونه ورانوي، حافظان او عالمان شهيدانوي، پېغلې خویندې او سپین سرې میندې راڅخه بیایي، د کفارو زندانونه له مسلمانانو څخه ډک دي، نوي ځوانان مو ټول پردیو وطنونو کې عیسویان کېږي، د یهودیانو دین قبلوي، سپي ورباندې مینځي، د نن عصر ځوانان ټول د مجازي نړۍ ښکار دي، جومات کې مو دوه کسه سپین ږیري امام پسې ولاړ وي هغه هم داسې لمونځ کوي نعوذبالله چې تا ته یې څوک وکړي ته یې والله که قبول کړې، نو الله به یې څنګه قبلوي؟

د دغو مسایلو مسوولیت د چا پر غاړه دی؟

که تاسو څخه څوک پوښتنه وکړي، چې دا مسایل اولی دي که خلاف الاولی ته به څه ځواب ورکړې؟

ته په قرآءت خلف الامام پسې ۱۲۰ کتابونه لیکې؟ ځوانان مو په دې نه پوهېږي، چې قرآءت خلف الامام څه ته وایي؟

له الله څخه ووېرېږئ! خپل مسوولیت وپېژنئ، امت ته داسې خدمت وکړئ لکه څرنګه چې پخوانيو علماو کړی دی، له خپل دین څخه په نره دفاع وکړئ! اشغال ته شکست ورکړئ، خپلې خویندې له زندانونو څخه راوباسئ، مسلمانان د کفر څخه وژغورئ، ان شاءالله دا مسایل ټول په یوه میاشت کې حل کېږي.

خپل دین او ناموس په خپله مه بربادوئ! بلکې خپل د دین ګټلو لپاره په حقیقي معنا کار شروع کړئ.

ګورئ! تاسو نه الله تعالی ته دوکه ورکولی شئ او نه امت ته، نو بیا ولې دومره بې ځایه هلې ځلې کوئ؟ خپل مسؤولیت په سمه معنا وپېژنئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx