لیکنېنظــر

تاریخي ازمېښت سره مخ طالبان

شفيع اعظم اورياخېل

د ناټو تر کنفرانس ښایسته شېبې وړاندې د طا لبانو لخوا د يوې معنی داره سياسي اعلاميې خپرېدل د توقوع خلاف واقعا هېښوونکی عمل وو.

دغه اعلاميه کې طا لبانو د عامو افغانانو او نړيوالو هغو اندیښنو ته نقطه چین او مختصر ځواب و وايه کوم چې ټول یې په اړه سخت ګېچ وو.

تېر څلوېښت کلن بحران کې د افغان سياستوالو او ګوندونو غېر سياسي او هنرمند ګامونو نه اخيستل د دې روانې غميزې د تداوم اساسي علت وو. له نړۍ سره د ګډې سياسي ژبې نه شتون ټولو افغانانو ته په لویه بېه تمام شوی.

دا چې اوس په سياسي او ډيپلوماټيکو الفاظو د ګاوند، سيمې او نړيوالو انديښنو ته ځواب ويل کېږي نو دا په خپل ذات کې لویه سياسي بريا ده. د طا لبانو دا اعلاميه او دا بېداري واقعا لوی بدلون، ابتکار او د هڅونې وړ عمل دی.

نړۍ د يوه کلي حیثیت لري او دلته اوسېدل له نړيوالو سره له تفاهم پرته ناممکن دي. موږ د تاریخ په اوږدو کې په ژبه او قلم له نړۍ سره د دغه سازش هنر نه درلود نو هر ځل له ناکامه نړيوال تقابل سره مخ او ريز مريز وو.

دلته نور قومونه تر ډېره سياسي او په هنر يو څه سمبال وو خو پښتنو ته يواځې جګړه ايز ډګر کې بريا په قسمت رسېدلې ډالۍ وه. خو ښکاري د تمې خلاف په پښتنو کې د دې تابو شکني ماموريت او نوبت هم د مدرسې طا لب او مسجد امام ته ور پاتې شو.

ښایي دا به هسې د خدای يوه لورینه وي چې طا لبانو ته دا نادر فرصت او واک په لاس ورغلی.

افغان غميزه څلوېښت کلنه ده او قربانۍ یې مليوني. د روسانو خلاف زرګونه ځوانۍ دل شوې خو سوې سینې د بريا په يخ جام سره یخې نشوې.

ترې را وروسته د ناټو او امريکا خلاف افغانان په يوه نادره، نا برابره جګړه کې کېوتل چې تقريبا له ټولې نړۍ سره د ټکر او تقابل حماسه وه.

دا فصل لا هم بريا ته ندی رسېدلی خو د بريا څرکونه او علامې له لرې په پړېکدو دي. اوس تر جګړه ايز ماموريت زيات د سياسي ځيرکتيا او هنر اړتيا ده. جوش هیڅ او هوش اسمانڅکی پکار دی. فکري پراختيا او د زغم لویه سينه غواړي.

د دې سياسي مبارزې رهبري او امامت اوس طا لب ته ور ترغاړې شوی. هو دا منم چې د ناټو او امريکا خلاف د مبارزې ټول صف يواځې د مدرسې او مسجد طا لبان نه وو خو چتر او بنسټ د يوه فقير طبعه، پښتون ټیپه “عمر” نومي امام لخوا اساس ګزاري شو چې محور کی یې د هر فکر، مسلک او قوم خلک راټول او په غورځنګونو شول.

اوس د افغانانو د نيمې پېړۍ د ورکړې قربانۍ د پاسداري امامت هم طا لب ته ور تر غاړې شوی. که په بريالي ډول یې تر منزل ورسوله نو امام او طا لب به د افغان تاریخ زرين باب او فصل شي او که خدای مکړه د هوس، ځان غوښتنې، تنګ نظري او شيطاني وسوسو ښکار کېږي؛ نو د مليونونو شهيدو ارواحو، طا لب او امام وجودي فلسفه او ټول تاریخ له لویې ننګونې سره مخ کېدونکی دی.

دا فصل هله بشپړېږي چې نړۍ سره د ګډ مزل رمز پېدا، جګړې خاتمه او افغان وطن چټک ترقياتي، رغنيز او سيال کېدو مزل په پیلیدو شي.

که طا لب وکولای شول د سولې پروسې په بريالي مديريت سره د قوي نظام بنسټ کېښود او ترې را ورسته ټولو افغانانو ځانونه مصؤن احساس کړل، نو داسې بویه چې په افغان تاريخ کې طا لب او ملا لومړنۍ سياسي بريا په خپل نوم ثبت او سکه یې ضرب کړه.

افغانان د سيال ژوند لايق او دې منزل ته رسېدل غواړي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

تاریخی ندۍ اللهی آزمایښت دۍ کامیابی یی نهایی لوی اجر لری .دامریکاددفاع دوزیر په جواب کی زمانظر : دوی ته دسولی ټولی لاری ښی ښکاره معلومیدی خودوی کوښښ کوی چه غنی پرقدرت پاته سی غنی ښکاره اعلان وکۍ چه زموږ فوج دامریکا محافظه کاردۍ یعنی دافغانستان ندۍ دوی پوهیږی چه بل داسی وطن فروش نسی پیداکولای کرزی وطن فروش هم ددوی ظلمونه ونه ګالل،موږبایدپه ځانوکی دجهادمحبت دوچنده کودادالله آزمایښت دۍ الله به ددی آزمایښت دکامیابۍعوض په دی دنیا اوآخرت کی راکی .په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx