افغانستان

کرزي د نوي ولسمشر د لوړې مراسم وځنډول

نن ټکی اسيا: ولسمشر حامد کرزي د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د يو لړ سلا او مشورو وروسته وځنډول.

حامد کرزي دا پرېکړه پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان سره له ليدو وروسته وکړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ټاکنيزو ناندريو د حل په موخه کابل کې ولسمشر حامد کرزي، دواړو کانديدانو او د يوناما چارواکو سره له کتلو وروسته حامد کرزي ته و ويل، د ټاکنيزو لانجو او ستونزو له امله بايد د نوي ولسمشر د لوړې مراسم وځنډول شي.

دواړو کانديدانو جان کيري سره له ليدو وروسته د دوهم پړاو ټاکنو د رايو په بيا شمېرلو اتفاق وکړ، چې د رايو له شمېرلو وروسته به دواړه نوماندان د ټاکنو پايلې مني.

حامد کرزي و ويل، چې ده پخوا ټاکنو کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنې سره مخالفت کړی و او دا ځل يې هم کوښښ، چې دا مسئله د بين الافغاني تفاهم له لارې حل شي او په دې اړه يې خپلو دواړو مرستيالانو ته هم د هلو ځلو ويلي، مګر د بهرنيو مداخله يې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم په غوښتنه ومنله.

کرزي د ټاکنو له کميسيونه هم وغوښتل، چې ټولې رايې بايد له سره په پوره دقت وشمېري، پاکې او نا پاکې رايې سره جلا کړي او دغه کار بايد چې څومره ژر ممکن وي تر سره شي، تر څو د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره او واک ورته وسپارل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x