
د هند له لوري د چمتو شوي «استرازینیکا» واکسینو په اړه بېلا بېلې اندېښنې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسینو چمتو والي شاوخوا لس میاشتې وخت ونیو خو لا هم دغه پروسه د باور وړ نه ګڼل کیږي او یو شمېر روغتیا پوهان پرې منفي نظر لري.
په دې تړاو د روغتیا نړیوال سازمان هر هغه واکسینو ته د تطبیق اجازه ورکوي چې په ازموینو کې وښودل شي تر څو یې اغیز لږ تر لږه انسان په راتلونکي کې یو وار بیا له کرونا ویروس څخه وژغوري.
د آکسفورډ پوهنتون له لوري د استرازینیکا په نوم چمتو شوي واکسینو برخې په هند او سویلي کوریا کې هم د ستر واکسین جوړونې مرکزونو له لوري جوړ شوي چې لومړي اغیز یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان او ملل متحد د هند له لوري د استرازینیکا واکسینو د بیړني کارولو اجازه ورکړه خو لا هم په دې تړاو یو شمېر اندېښنې ښودل کیږي او پر برخلیک یې تبصرې کیږي.
د هند له لوري سویلي افریقا ته مرسته شوي د دغه واکسینو یو ملیون ډوزه بېرته هند ته ګرځول شوي چې لامل یې ددې منفي اغیز ښودل شوی دی، خو د واکسین شرکت له سویلي افریقا څخه د واکسینو ردولو لامل په دغه هېواد کې د کرونا ویروس نوي نسل خپریدل ښيي، دوی وایي دغه واکسین د نوي نسل پر وړاندې اغیزناک نه دي.
د سویلي افریقا د روغتیا وزیر دمخه یادونه کړې وه چې د هند استرازینیکا واکسینو د ختمېدو نېټه د اپریل میاشت ده، نوموړي د ختمېدو نېټې د غځولو غوښتنه کړې وه، خو په سویلي افریقا کې د واکسینو کمپاین بندېدو پرمهال د ورغتیا وزیر وویل چې حکومت ممکن دغه واکسین نورو هېوادونو ته وپلوري.
بل لوري ته د اکنامکس ټایمز رسنۍ تور پورې کوي چې د هند له لوري سویلي افریقا ته مرسته شوي واکسین ناسم دي، چې د کرونا ویروس پر وړاندې یې د ګټې پر ځای د زیان زیاتې اندېښنې ښودل کیږي.
د هند له لوري چمتو شوي د استرازینیکا واکسینو ۵۰۰ زره ډوزه افغانستان ته هم د ډالۍ په توګه ورکول شوي، چې د واکسین په اړه اندېښنو ددې د تطبیق پروسه ځنډونې کړې ده.
د استرازینیکا واکسینو په تړاو یو شمېر نورې اندېښنې هم ښودل شوي دي، د بېلګې په توګه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې دغه واکسین باید له ۶۰ کلنۍ زیاتو کسانو ته ورنکړل شي.
که څه هم یاد سازمان وروسته یادو کسانو ته د واکسینو د تطبیق اجازه ورکړه، خو ددې سربېره یې اندېښنه څرګنده کړه چې دغه واکسین به له ۱۸ کلنۍ کم عمره کسانو ته د ګټې پرځای زیان ورسوي.
په هند کې د استرازینیکا واکسین د برتانیا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته هم استول شوي چې ډير ژر به یې تطبیق پېل شي. ددغه واکسینو اصلي سرچینه د برتانیا آکسفورد پوهنتون دی او د کرونا ویروس پر وړاندې ۶۳.۰۹ سلنه اغیزناک دي.