ټولنیزه برخه

له نفس سره مرکه او حقیقت (مرګ) یادول

ابوبکر حمزه

دوستانو! هیله ده د اصلاح په خاطر یې تر پایه ولولئ!

د غفلت په بستر کې پروت د مجاز ژوند تېروم، حقیقت (مرګ) راڅخه هېر دی، غیر مقصودي نیمګړي ژوند ته د مقصود حیثیت ورکوم، خو! مقصودي او ابدي ژوند ته بیا د باور سلمه برخه هم نلرم، ناګهانه غږ راباندې وشو، د روح اخېستو پرښته مې تر کوره رارسېدلې، د توبې دروازې راته وتړلې شوې، اوس به د هغه مجازي ژوند چې ما د ځان، او اې نفسه دتا د خوشحاله کولو لپاره مقصود ګڼلی و، د ذرې ذرې پوښتنه راڅخه کیږي.

هو! نن زه پوه شوم چې تر اوسه زما دا بې ځایه هلې ځلې ما لپاره هېڅ ګټه ونکړه، زما سر اوس خلاص شو چې باید ما خپل ژوند د مقصود (عبادت) په لار کې تېرولی، باید خپل هغه مال او بدن چې خالق راکړي وو، د خپل خالق په لار کې مې استعمال کړی وای، نه د نفس د خوشحاله کولو لپاره. باید د ابدي ژوند لپاره مې ځانته یو څه کار کړی وای، خو! اوس زما لپاره دا تمنا هېڅ ګټه نه راکوي ځکه چې اوس د حساب وخت دی، د عمل وخت تېر شوی، هی افسس! هی افسوس!

اې نفسه د تا له وجهې اوس زه هم غرق یم.

اوس نو زما د روح اخېستو پرښته راڅخه روح اخلي، زما مور او پلار، وروڼه، خویندې، خپلوان او دوستان… ټول راته سر پورې ولاړ، خو! دا وس د هېچا نشته چې ما له مرګ څخه خلاص یا راباندې څه آسانتیا راولي، د بدن له هرې عضوې مې چې روح ځي ښۀ پۀ ځان پوهېږم خو هېڅ وس مې نۀ کیږي چې ځان خلاص کړم. نفسه! ته مې هم نشې خلاصولی، هسې مې ستا لپاره ځان دومره خراب کړ، هی افسوس!
روح مې لاړ اوس مې بدن هر څوک اړوي راړوي، هغه بدن چې ما هېچا ته د لاس وروړلو اجازه نۀ ورکؤله خو! اوس یې خلک په خپلو لاسو اړوي راړوي او وینځي یې. هغه درېیو او څلورو جېبونو والا کالي، اې نفسه! هغه کالي چې ما به یې په جېبونو کې ستا د خوشحالولو لپاره هررنګ (حلال او حرام) پیسه ګرځوله، نن هغه کالي رانه باسي او داسې کالي راغوندي چې یو جېب هم نلري. خو اې نفسه ته خو ما ته اوس هېڅ پکار نشوې، هی افسوس!

تغسیل او تکفین مې وشو، اوس خپلو خوږو خپلوانو او دوستانو کټ کې اچولی په منډه منډه یې هدیرې ته روان کړی یم او زه چا ته غږ هم نشم کولی بې وسه پروت یم، هدیرې ته ورسېدم هغه هدیره چې زه به د ورځې هم پکې ډارېدم او هېڅ به مې ورکتل نه، نن په همغه هدیره کې زما لپاره یو تنګ کور جوړ شوی، زه بله لار نلرم مجبور یم په همدې کور کې واوسم، اوس زه په دې پوه شوم چې باید د نیمګړې دنیاګۍ له کوره مې د دغه کور لپاره ډېره توجه کړې وای، او دغه کور مې د ځان لپاره ښه جوړ کړی وای.

هو! په دنیا کې خو ما یوه ذره دوړه په خپل بدن یا په جامو نه پرېښوده خو اوس زما همغه نازک بدن لپاره له ځمکې څخه څو متره لاندې ځای جوړ شوی، د کلي هغه ملاصیب چې ما به ورته په ډېر سپک نظر کتل، (اې نفسه! دتا په مشورې) ما به ورپورې ملنډې وهلې او د هغه یوې خبرې ته به مې هم توجه نه کوله، نن همغه ملاصیب راته ولاړ ده او زما په حق کې الله تعالی ته د بښلو زارۍ کوي.

جنازه مې وشوه، خپلو خوږو دوستانو په خپلو لاسو واخېستم او له ځمکې څخه څو متره لاندې یې یک تنها کېښودم غټې غټې ډبرې یې راباندې دپاسه کېښودې، او په منونو خاورې یې راباندې واړولې، له ټولو خوږ دوست مې ډېر کوښښ کوي چې ډېرې خاورې راباندې واړوي خو زه بې وسه پروت یم او هېڅ نشم کولی، قبر مې تکمیل شو، دوستان راڅخه یو یو ځي بلآخر ټول لاړل، د ډار او وحشت په ځمکه یک تنها پاته شوم، د سوال او ځواب پرښتې راغلې اوس نو زما ژوند له مخکني ژوند سره ډېر توپیر لري، مخکې مې څو ورځې ژوند په راحت کې تېر کړ خو اوس زما ژوند له عذابه ډک دی، زه اوس پوه شوم که مخکې ما خپل ژوند د مقصود لپاره په تکلیف تېر کړی وای اوس به ما لپاره ډېر راحت و، خو اوس چې سوالونه شروع کیږي له ما سره د ځواب هېڅ نشته صرف ندامت/پښېمانتیا شته خو! ندامت به ما لپاره اوس څه ګټه راکړي؟
هی افسوس! هی هی نفسه دتا لپاره ما ځان تباه او برباد کړ خو اوس هېڅ پکار نه راځې.

نو اې ځوانانو! راځئ چې همدا اوس د خپلو ګناهونو توبه وباسو او راتلونکي لپاره له الله تعالی څخه د نېکو اعمالو توفیق وغواړو.

یا الله! یا رحمن! یا رحیم!
غیر د ستا له رحم څخه بله هېڅ د خلاصون لار نلرم.
یا الله! ما وبښه، یا الله! ما ته په دنیا کې د نېکو اعمالو توفیق راکړه.

آمین یا رب العالمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx