ټولنیزه برخه

زرپارې «شپږمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ريان

د نوح عليه السلام د کشتۍ مسطول
د هارون رشيد په زمانه کې يو سړي دعوه وکړه چې نوح پيغمبر دی. هارون رشيد دربار ته وغوښت او پوښتنه يې ترې وکړه چې ته هماغه نوح يې چې يو ځل مخکې راليږل شوی و او که بل؟
سړي ځواب ورکړ: هو، زه هماغه نوح يم چې پخوا يې نه نيم سوه کاله ژوند وکړ، اوس بيا ځکه راليږل شوی يم، چې نور پنځوس کاله هم ژوند وکړم او زر کاله پوره کړم.

هارون رشيد امر وکړ چې په دار يې وځړوئ. سړی لا په دار ځړېده، چې يو ټوکمار لاروي وليد، د دار پړي ته يې وکتل او ويې ويل: واه نوح صاحب! د خپلې کشتۍ له اوږدې لکړې پرته دې نور هیڅ شی په ښمر نه شول؟، (اليواقيت العصرية ص: ۱۲۰)
مسطول: د کشتۍ هغې اوږدې لکړې ته وايي چې بادبان يې ورپورې تړلی وي.

د سپوږمۍ مياشتې
علامه محمد مغربي ليکي چې په قمري کليزه کې تر څلورو مياشتو پورې هره مياشت پوره ديرش ورځې وي، خو وروسته نه وي او د نه ويشتو ورځو مياشتې مسلسل څلور مياشتې امکان لري او بيا دغسې مياشت نه راځي. (اليواقيت العصرية ص: ۱۴۹)

له جعفر صادق رحمه الله نه رانقل شوي دي چې په کومه ورځ د روژې مياشتې پنځمه وي، د راتلونکې کال د روژې مياشتې لومړۍ ورځ به لازماً په هماغه ورځ وي. علامه مغربي وايي چې دا قاعده تر پنځوسو کلونو پورې وازمايل شوه، چې هر ځل صحيح وختله، (اليواقيت ص: ۳۴۲)
خو بايد په ياد ولرو چې دا حسابونه د باريکو نکتو حيثيت لري، په شرعي احکامو کې يوازې د مياشتې ليدلو ته اعتبار ورکول کيږي.

تبه
علامه ابن جوزي رحمه الله ليکلي چې اُبی بن کعب رضی الله عنه له نبي عليه السلام پوښتنه وکړه چې د تبې بدله او عوض څه دی؟
نبي عليه السلام وفرمايل: تر څو چې (د تبې له امله) قدمونه لړزاند وي او نبض تيز چلېږي، تر هغو پورې د تبې د مريض لپاره نيکي ليکل کيږي.
اُبی بن کعب د دې ځواب په اورېدلو سره دعا وکړه چې اې الله! د ځان لپاره د داسې تبې خواست درڅخه کوم چې نه مې ستا په لاره کې له جهاده راوګرځوي او نه مې ستا کور او د نبي عليه السلام مسجد ته له تلو څخه معطل کړي.

له دې دعا وروسته به هميش د اُبی بن کعب رضی الله عنه تبه وه، هر چا به چې لمس کړ، د ده په وجود کې تبه به يې حس کړه، (صفة الصفوة ج: ۱ ص: ۱۹۰ چاپ کال: ۱۳۵۵ هـ ق)

وروستی صحابي
علامه شوکاني ليکلي چې ټول اهل علم په دې خبره متفق دي چې د نبي عليه السلام هغه صحابي چې له ټولو وروستی وفات شوی دی، ابوالطّفيل عامر بن واثله الجُهنی رضی الله عنه و، نوموړی په ۱۰۲ هجري کال په مکه مکرمه کې وفات شو، (الفوائد المجموعة فی الأحاديث الموضوعة ص: ۴۲۱ تر ۴۲۳، جده ۱۳۸۰ هـ ق)

نور بيا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx