ټولنیزه برخه

زرپارې «اوومه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ریان

سفيان ثوری رحمه الله
سفيان ثوری رحمه الله د خپل وخت له مشهورو فقهاوو څخه و. ملا علي قاري حنفي رحمه الله د شمائل ترمذي په شرح کې ليکلي چې يو وخت ورسره د خليفه ابو جعفر منصور خپګان پېښ شو، ابو جعفر منصور امر وکړ چې په مکه مکرمه کې د سفيان ثوري رحمه الله په دار کولو لپاره دې د دار پړی او اسباب تيار شي، د همدې لپاره ابو جعفر منصور مکې مکرمې ته د تلو اراده وکړه.

کله چې ثوري رحمه الله پرې خبر شو، دا مهال په داسې حال کې پروت و چې خپل سر يې د فضيل بن عياض رحمه الله په غېږ کې او پښې يې د سفيان بن عيينه رحمه الله په غيږ کې ايښې وې، شاګردانو يې مشوره ورکړه چې د منصور له راتلو مخکې چېرته لاړ او پټ شي، خو سفيان ثوري رحمه الله په پوره ډاډ او اطمنان مسجد حرام ته لاړ، په کعبه شريفه پورې يې ځان ونيول او دعا يې وکړه: خدايه! زما دې ستا په ذات قسم وي چې ابو جعفر منصور به مکې مکرمې ته نه داخليږي.

هماغسې وشول، د ابو جعفر منصور د مړينې اعلان وشو، نوموړی مکې مکرمې ته له رسېدو مخکې وفات شوی و، (جمع الوسائل ص: ۱۹ او ۲۰، مصطفی البابی ۱۳۱۸ هـ ق)

د علم وقار او عظمت
عيسی بن يونس رحمه الله مشهور محدث و، په صحاح سته کې يې روايات رانقل شوي دي. د امام مالک او امام اوزاعي رحمهم الله په څېر علماء يې استادان او د اسحاق بن راهوية رحمه الله غوندې علماء يې شاګردان تېر شوي دي، يوه ځانګړنه يې دا هم وه چې خپل پلار يونس رحمه الله يې هم شاګرد و.

ملا علي قاري رحمه الله يې په هکله يوه واقعه رانقل کړې، چې کله هارون رشيد د حج لپاره مکې مکرمې ته لاړ، قاضي القضاة امام ابو يوسف رحمه الله ته يې امر وکړ چې د سيمې مشهور محدثين يې ملاقات ته راوبولي.
امام ابو يوسف رحمه الله پيغامونه واستول او ټول محدثين مکې شريفې ته راټول شول، خو عبدالله بن ادريس او عيسی بن يونس رحمهم الله حاضر نشول.
کله چې هارون رشيد د دوی په نه راتلو خبر شو، نو خپل دواړه زامن (امين او مامون) يې عيسی بن يونس رحمه الله ته د دې لپاره وليږل چې احاديث ترې زده کړي.
عيسی بن يونس رحمه الله د هارون رشيد زامنو ته د احاديثو درس ورکړ او بيرته يې د پلار دربار ته واستول.

هارون رشيد زامنو ته د حديثو د درس ورکولو په عوض کې عيسی بن يونس رحمه الله ته لس زره درهم واستول، خو هغه قبول نکړل، هارون رشيد فکر وکړ چې لس زره درهم يې ځکه رد کړي چې کم ورته ښکاره شوي دي؛ ځکه يې دوهم ځل دوه چنده درهم ورته وليږل، کله چې عيسی بن يونس رحمه الله ته درهم ورسېدل نو يې وويل: که څوک د احاديثو د درس په بدل کې دغه جومات تر بام پورې له سرو زرو راته ډک کړي، بيا به يې هم قبول نکړم.

د دې خبرې له اورېدو وروسته هارون رشيد بيا تاکيد ونکړ.
د عيسی بن يونس رحمه الله عادت و چې يو کال به يې حج کاوه او بل کال جهاد ته تلو، په دې توګه يې په خپل ژوند کې «۴۵» حجونه اداء کړي و او «۴۵» ځله جهاد ته تللی و، (جمع الوسائل ص: ۲۴ او ۲۵)
نوربيا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx