افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو نن په عراق او افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضورد دوام او یا ختمولو په اړه تصمیم نیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان عمومي منشي «ينس سټولټبنرګ» وایي، ددې سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیران  راټول شوي دي او نن به ښایي په افغانستان او عراق کې د خپلو پوځيانو د حضور او یا هم خروج په اړه پرېکړه وکړي.

ینس سټولټنبرګ چې د ناټو د دفاع وزیرانو د لومړۍ ورځې  د ناستې تر پای ته رسېدو وروسته یې رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې دا غونډه د امریکا له نوې ادارې سره لومړنۍ غونډه ده چې د یاد هیواد دفاع وزیر هم پکې ګډون لري او په افغانستان او عراق کې به د خپلو پوځیانو د حضور  د دوام او یا هم پای ته رسولو په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ناټو څه کم لس زره سرتېرې میشت دي چې زیاتره یې امریکایي نه دي؛ مګر کله چې د حضور د دوام او یا پای ته رسېدو په اړه تصمیم نیول کېږي، نو په ګډه به پرېکړه کېږي.

د ینس په خبره دا مهال په افغانستان کې ناټو ټولټال ۹۵۹۲ عسکر شته، چې ۲۵۰۰ یې د امریکا، ۱۳۰۰ د جرمني، ۸۹۵ د ایټالیا، او ۷۵۰ د برتانیا هیواد دي.

نوموړي له افغانستانه د ناټو پوځیانو د خروج د وروستۍ نېټې په اړه د پوښتنې په جواب کې وویل، چې دا سمه ده چې د دوحې په تړون کې تاریخ د می ۳۱ ټاکل شوی دی مګر په «شرایطو پورې مشروط» دی، چې طالبان باید کړې ژمنې عملي کړي او له القاعده سره د اړیکو د پرې کولو او د جګړې د کچې کمولو په ګډون ټولې ژمنې  عملي کړي.

د ناټو د سرمنشي پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو په یوه پرانستي لیک کې د امریکا ولس ته لیکلي، چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي او د دوحې تړون عملي کړي.

طالبان وایي، که بهرني پوځیان له افغانستان څخه ووځي افغاني جهتونه کولای شي د سولې او اسلامي نظام د تامین په برخه کې هوکړې ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx