افغانستان

ناټو: طالبانو د بهرنیو عسکرو ویستلو ته زمینه نه ده برابره کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ ددغه تړون عمومي منشي ویلي، چې طالبانو تراوسه د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره زمینه نه ده برابره کړې.

ینس سټولټنبرګ په دغه مهال ټینګار کړی، چې ناټو په تکرار سره د خپلو عسکرو ایستل د افغانستان په شرایطو پورې تړلي او په خبره یې تر ټولو مهم شرط دادی چې چې طالبان «تاوتریخوالی» کم کړي او د سولې لپاره «رښتیني» ګامونه پورته کړي.

نوموړي یوځل بیا په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د «ريښتینو» مذاکراتو لپاره ځانونه تیار کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وړمه ورځ په یو پرانیستي لیک کې د امریکا په مشرۍ ناټو تړون نه غوښتنه کړې، چې د افغان کشالې د حل او اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

ناټو باید خپله د خپلو وتلو لپاره زمینه برابره کړي. د می تر میاشتي پوري دي د طالبانو او نورو واقعي سیاسي محراقونو سره په هم آهنګي موقته اداره را منځته کړي. دا چي د ډیموکراټیک نظام په استازیتوب داسي خلګ په قطر کي د طالبانو سره مزاکرات وکړي چي طالبان باور پر ولري. د صلحي خبري به په یوه هفته کي بریالۍ پای ته ورسیږي. د داسي کسانو سره خو خبري نه کیږي چي لږ د هوا مخ بلي خوا ته اوښتی نه وي دوئ بیا خپلي ټولي پخوانۍ ژمني شاته غورزولي وي او نوي بابولالي یې کوک کړي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx