افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اشرف غني سره پر افغان سولې خبرې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن د افغان سولې په تړاو د کابل حکومت له مشر اشرف غني سره تیلیفوني خبرې کړي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه خبرې تیر ماښام ناوخته ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو خبرو کې اشرف غني او بلېنکن پر دوه اړخیزو اړیکو، د افغان سولې پروسې او په یاده پروسه کې د دواړو هېوادونو د لا زیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د سرچینې په خبره په دغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي ګټو او «ترهګرۍ» سره د مبارزې په لاره کې د کابل حکومت د عسکرو «قربانۍ» ستایلي دي او اشرف غني د سولې لپاره د پیاوړې ارادې او اجماع په رامنځته کېدو هم ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په داسې مهال له اشرف غني سره پر افغان سولې تیلیفوني خبرې کوي، چې ټاکل شوې ده نن د پنجشنبې په ورځ د ناټو  ددفاع وزیران په افغانستان کې د خپلو عسکرو د برخلیک په اړه یوې پایلې ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وړمه ورځ په یو پرانیستي لیک کې د امریکا په مشرۍ ناټو تړون نه غوښتنه کړې، چې د افغان کشالې د حل او اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx