لیکنېنظــر

که د دوحې تړون مات شي څه به پېښ شي؟

عبدالرحمن «کافي»

د نړۍ په سر اوس د امريکا راج چليږي چې ټوله نړۍ يې په فرعونيت قائله ده خو يواځې هغه څوک چې بغاوت يې ترې کړی او د موسی او هارون عليهما السلام په قدم يې قدم ايښی هغه د دوی په اصطلاح ترورست او سخت دريځي مجاهدين او طالبان دي چې د فرعوني قوت ـ امريکا ـ په خلاف يې د (وإِنِّى لَأَظُنُّكَ يَٰفِرْعَوْنُ مَثْبُورًا) غږ پورته کړی او په ښکاره يې ورته ويلي دي چې امريکا! ته هلاک کېدونکې يې او د لست له سر څخه به د لست و پای ته راځې.

کله چې امريکا د افغانستان له جنګ څخه د خپل زوال نښې نښانې وليدې نو يې د خبرو لار ونيوله او د خپل نجات لپاره يې د روغې جوړې هڅې پيل کړې او له ډېرو فريبونو او کوښښونو وروسته يې يو تړون لاسليک کړ ، څرنګه چې امريکايان هم يا يهود او يا د يهودو سکني وروڼه دي نو ځکه يې په بيا بيا غدر کړی او د کړې وعدې په خلاف يې قدمونه اخستي دي.

اوس يې چې يو څه د هلاکت څپې له مخې ټيټې شوې او د نيل په غېږ کې يې وچه لار وليدله نو بيا يې د فرعونيت هغه مغرورانه خبرې شروع کړې او د عهد د ماتولو ګنګوسې يې شروع کړې ، خو په ياد لرئ چې که امريکا تړون مات کړ نو انجام به يې ډير ژر د فرعون او ابوجهل په څېر شي.

چې خبره راڅخه اوږده نه شي ، د امريکا لپاره د هغو خطراتو په اړه څو کرښې ليکم چې د دوحې د تړون د ماتېدو په صورت کې یې د پېښېدو ډیر احتمال ليدل کيږي.

که چېرې د دوحې تړون مات شي نو د طالبانو د اعلامیې مطابق نه به افغانستان کومه ګټه ترلاسه کړي او نه هم امريکا ، ځکه دا به د يو نوي جنګ پيل وي چې طالبان به په ټولو هڅو کوښښ کوي چې امريکا د ابدي زوال کندې ته ورټيل وهي.

د اسلامپالو له لوري:
ښايي طالبان له القاعده نړيوالې شبکې سره (چې اوس يې له طالبانو سره اړيکې پرې کړې دي او په افغانستان کې يې د وجود کوم څرک نه ليدل کيږي البته په دې اړه ادعاوې له تشو توهماتو پرته بل څه نه شي کيدای) روابط ټينګ کړي او له يو بل سره د همکارۍ او د امريکا په خلاف د هرډول هڅو ژمنې ترسره کړي.

همدا راز به طالبان ښايي له نورو جهادي تنظيمونو او د امريکا خلاف ډلو سره هم روابط ونيسي او د امريکا په خلاف به یې کلکې مبارزې او جګړې ته وهڅوي؛ کيدی شي د دوی په توسط د امريکا په داخل کې طالبان نفوذ وکړي او امريکا ته له داخل څخه ترممکنه حده ضربه ورکړي.

د سيمې د هيوادونو له لوري:
امريکا په نړۍ کې اوس ګڼ شمير سيالان لري او دلته په سيمه کې يې ډېر رقيبان ځان ته پيدا کړي دي چې د روسيې او چين په شمول لوی او واړه سيالان يې غواړي په هرډول چې وي امريکا د سټيج له سر څخه را پرېباسي ، روسيه به په مستقيم ډول او په ښکاره د امريکا په خلاف مقابله پيل کړي او له طالبانو سره پټو او ښکاره مرستو ته به د ډيرو بهانو ضرورت هم حس نه کړي ، چين هم په غير مستقيمه توګه غواړي خپل سيالان چې په سر کې يې امريکا ده له خپلې مخې لرې کړي نو ورته سخته به نه وي چې د طالبانو ملاتړ ټينګ کړي او هراړخيزې مرستې ورسره پيل کړي، ايران هم چې وضعيت په خپله ګټه وګوري د قاسم سليماني د انتقام اخستلو لپاره به ښه فرصت پيدا کړي او د طالبانو په پټو او ښکاره ديپلوماتيکو اړيکو به يې اوس تر ډيره قناعت شوی وي نو له طالبانو سره د امريکا په خلاف همکاري به طلايي چانس وبولي ، د ناټو متزلزل حالت به ترکې ته هم دا چانس ورکړي چې د سيمې له هيوادونو سره د امريکا خلاف ګړندی ګام واخلي او پاکستان خو هسې هم له امريکا څخه زیات په چين پورې تکيه کوي نو حتماً به د طالبانو په ښکاره ملاتړ کې خپلې ډېرې ګټې نغښتې وويني.

په داخل د افغانستان کې:
په ارګ حاکمه اداره اوس د افغانانو ترمنځ دومره منفوره شوې چې له عام ملت پرته د حکومت په داخل او بهر کې مطلق اکثريت خلک له اشرف غني او ادارې څخه يې بېزاره دي او د خپل ځان او هيواد نجات په دې کې ويني چې په څه ډول موجوده حکومت له منځه لاړ شي او دوی طالب ته پناه يوسي او د دې ټولو بدبختيو لامل امريکا بولي ، د تړون د ماتېدو په صورت کې به د ملت سربيره همدا کسان هم د امريکا په خلاف هر سازش ته تيار شي ، اوس چې په ښارونو کې لوی بريدونه صفر ته راښکته شوي دي ، لوړې کچې ته به ورسيږي او د طالبانو تازه روزل شوي ځواکونه به د ښارونو په نيولو کې غفلت ونه کړي او له يو څه وخت نسبي ارامي وروسته به يو ناورين رامنځته شي.

د اشغال په خلاف او د امريکا په تړون د ژمن نه پاتې کېدو خبرې به د طالبانو تبليغاتي جنبه نوره هم قوي کړي او د هغو معترضينو قناعت به هم حاصل شي چې اوس وايي چې طالبان خو د امريکا په خلاف نه، بلکه د خپلو افغانانو په خلاف جنګ کوي.

په داخل د امريکا کې:
د بايډن او ټرمپ جنجالي انتخاباتو او د حکومت د انتقال په مهال جنجالونو او شخړو دا خبره واضحه کړه چې د امريکا په داخل کې څومره اختلافات موجود دي او د امريکا د ټوټه کېدو وخت ته څومره لږې شېبې پاته دي ، ټرمپ او ملاتړي يې چې خپله يونيم کلنه لاسته راوړنه په اوبو لاهو وویني په کرار او غلي به پاته نه شي او ډیر احتمال شته چې امريکا په خپلمنځي جنګونو کې اخته شي ، بيا به له امريکا څخه لار ورکه وي چې څه وکړي ؛ دا احتمال هم موجود ده چې طالبان په مستقيم يا غير مستقيم ډول د امريکا په داخل کې د بريدونو لړۍ پيل کړي او په دې توګه د جنګ ډګر د افغانستان په ځای د امريکا متفرقه ايالات وګرځوي او د امريکا راوړی اور بیرته دوی ته ور انتقال کړي.
۲۰۲۱/۲/۱۶م

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ته حقیقت وایی داخوظاهری سببونه دی معنوی سبب یی دالله وعده ده چه فرمایی:تاسومعاهدی ته ژمن پاته سۍ اوپرماتوکل وکۍ داډیره لووعده ده انشاءالله امریکابه هم داسی تجزیه سی لکه سوویت یونین .په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx