افغانستان

امریکا د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ښايي امریکا په هغه کنفرانس کې ګډون ونه وکړي چې د روسیې پلازمینه مسکو کې د افغانستان د مسئلې په هکله جوړیږي.

دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبري ناسته کې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نډپرایس» د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا به د افغان کشالې په هکله د مسکو کنفرانس کې ګډون وکړي، نوموړي ویلي: «مونږ به په دې هکله بله هیڅ خبرپاڼه خپره نه کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دویمې څانګې مدیر ضمیر کابلوف د روانې میاشتې پای کې د افغانستان په هکله د یوې ناستې د جوړولو خبر ورکړی دی.

که څه هم کابلوف ددغې ناستې په هکله د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د لومړني جوړجاړي په هکله خبر ورکړی ؤ؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله نور تفصیلات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x