افغانستان

بمي چاودنه کې دکابل پوهنتون دوه تنه استادان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله د کابل پوهنتون دوو استادانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

امنیتي مسئولین وايي، نن له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دکابل پوهنتون ته څېرمه د علي آباد روغتون پر سړک پر یو کرولا ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې دوه تنه وژل شوي.

په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې رسنوی ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې د مبشر مسلمیار او معروف راسخ په ګډون د کابل پوهنتون دوه تنه استادان وژل شوي دي.

د کابل پوهنتون استادان: مبشر مسلمیار او معروف راسخ
د کابل پوهنتون استادان: مبشر مسلمیار او معروف راسخ

باید وویل شي چې مبشر مسلمیار څه موده وړاندې د ملي امنیت لخوا داعش ډلې ته د تبلیغ په تور بندي شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

یا الله! یا جبار! یا منتقم! انا لله و انا الیه راجعون، اللهم اجرلنا فی مصیبتنا واخلف لنا خیراً منه. اى ميړنیو غښتلی او باتور افغانانو! پوه شی چی زمونږ مبارکو او منورو دینی عالمانو، عالمی شیطانانو تا د اتمی بمب نه هم خطرناک ثابت شیوي، ځکه نو لکه د ایران اتوم پوهانو او د ترکیی د عسکری تکنالوژی متخصصینو په څیر، د دی مبارکو او ډیر قیمتی پانګو د تخریب پروسه په دغسی سیستماتیک ډول، زمونژ په هیواد کی تر سره کیږی. تر څو صبر کوی او ځان په زبانی تقبیحاتو غولب؟؟؟ دا حرامی رذیل ګوډاګی د اسلام اصلی… نور لوستل »

Karwan

دافغانستان ټولو خلکو ته دي معلومه وي، چه ددي وژنو شاته دامرالله ناصالح دزرغون حرکت دغړيو لاس دي. دا وژني په داسي حال کي کيږي، چه په اروپا کي د ناتو غړيو هيوادونو غونډه روانه ده او غواړي دافغانستان په اړه تصميم ونيسي. اوس به د غني، امرالله، محب او داسي نورود تليفون شرنګا وي او ادعا به کوي، چه ويني داده بيا مخاليفينو ترور وکړ او موږ لا اوس هم خارجي عسکرو ته ضرورت لرو. دا دکابل غلامان به نور ترور هم وکړي، ترځو په قدرت کي پاته شي! الله ددکابل پوهنتون داستادانو شهادت قبول کړي او قاتلان دالله… نور لوستل »

جلال

آمین

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx