نړۍ

قسام تل ابیب په «J80» ډوله مزایلو ویشتلی

نن ټکی آسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه ۱۳۹۳): د حماس مجاهدینو بېګا شپه په تل ابیب او بیت یام په J80  ډوله مزایلو ویشتی. حماس د دغه مزایل نوم د خپل شهید قومندان احمد الجعبري په یاد کې ايښې دی.

د حماس نظامي ډلې القسام بېګا ژورنالستانو او خبریالانو ته اعلان کړی و چې خپل کامرې د شپې ۹ بجې د تل ابیب فضا ته تیارې چالانې ونیسي څو دغه توغندیي بریدونه ته ښه خبري پوښښ لاندې راولي.

دا لومړی وار ده چې کومه نظامي ډله تر برید مخکې رسنۍ خبروي.

راپورونه وايي په اتل ابیب کې د شپې د خطر زنګونه وهل کېدل او یهوديان د ځمکو لاندې سوړو، موټرو تر شا او ونو لاندې پټېدل.

د اسراییلو ۱۰ چینل توغندیز بریدونه په ژوندۍ بڼه خپرول. په هغه ویډيوګانو کې چې د اسراییلي تلویزونونو څخه اخېستل شوي، یهودیان په کې چیغې وهي، تښتي او ځانونه پټوي.

العربیة عربي وېبپاڼې لیکلي چې د توغندیز برید وروسته یهودیان خپلو کورونو ته په داسې حال کې ستنېدل چې په پښو کې يې ساوې نه وې.

د سې شنبې ورځې راهسیې جګړه کې تر دې مهاله حماس په اسراییلو ۵۶۴ مزایلي ویشتلي چې تقریبا ۴۲۴ يې پر ځای لګېدلي او ۱۴۰ یې په هوا کې خنثا شوي دی.

تر دې مهال د کره وژنو شمېر نه دی مالوم، خو ناتایید شوي راپورونه وايي چې لسګونه یهودیان په دغو توغندیزو بریدونو کې ټپي او وژل شويدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
vesal

ډیر خواشحاله شوم چی د دمظلومو فلسطینیانو لخوا په یهودی اسراییلو د ګولی باران شوی او انشا الله چی دهغه معصوم ماشومانو اراوح ګانی به ورباندی خوشحال شوی وی او ژوندیو به ورته چک چکی کړی وی دیهودانا لپاره دخدای له لوی پر اسراییلو داسی د ابابیل په شان فوځیان او دګولیو بمبار د غواړم چی کله اسراییل + انګلیس او امریکا له نرړی محوه شول بیا د نرړی دمعصومو مسلمانو ماشومانو ارواح ګانی د الله ج په دربار کی خوشحالی کوی او وایی چی ای لویه خدای ستا ثنا او صفت ادا کوو چی ستا حضور ته راغلو او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x