
کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې ټيسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو دوه ټيسټ لوبو لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د زمبابوې پر وړاندې په راتلونکي مارچ میاشت کې افغان ملي لوبډله دوه ټيست سیالۍ لري چې د ۱۹ کسیزې لوبډلې مشري اصغر افغان کوي.
په ټاکل شوې لوبډله کې د ځینو پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر نوي لوبغاړي هم شامل شوي دي، دغه لوبډله په لاندې ډول ده:
اصغر افغان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدران، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، ناصر جمال، عبد الملک، منیر احمد کاکړ (ویکټ ساتونکی)، شاهد الله کمال، بهیر شاه محبوب، راشد خان، امیر حمزه هوتک، فضل حف فاروقی، سید شیرزاد احمد، سلیم صافی، وفادار مومند، ضیاء الرحمن اکبر او یمین احمدزی.
دغه راز ظاهر خان پکتین او عبد الواسع نوري د ساتونکو لوبغاړو په حیث اخیستل شوي دي.
Here is Afghanistan squad for the upcoming Two-Test series against @ZimCricketv in UAE. The much awaited series is set to commence this March in Abu-Dhabi. #AFGvZIM https://t.co/Tl8IJcB1gI pic.twitter.com/Q6mr4DW5gB
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) February 18, 2021
په داخلي لوبو کې ځلیدونکي لوبغاړي هر یو عبد الملک، منیر احمد، شاهد الله، بهیر شاه او یو شمېر توپ اچونکي په خپله وړتیا وتوانېدل ملي لوبډلې ته لار ومومي، خو د جاوید احمدي او ناصر جمال ګډون لا هم پوښتنې راولاړې کړې دي.
باید وویل شي چې زمبابوې لوبډلې د دوه ټيسټ لوبو لپاره له دې څو ورځې وړاندې خپله لوبډله اعلان کړې ده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو سربېره درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کیږي. ټاکل شوې، یادې لوبې په راتلونکې مارچ مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.