افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه: ښايي د افغان سولې په تړاو د «مسکو فارمټ» بله غونډه هم ولرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دی؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښایي د تېر په څېر د «مسکو فارمټ» په نوم د افغان سولې په تړاو بله غونډه هم راوبولي.

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور په اساس، د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې «ماریا زاخاوروف» یوې ناستې ته ویلي، چې د افغان سولې په تړاو د «مسکو فارمټ» بله غونډه ښایي په راتلونکې کې په مسکو کې دایره شي.

نوموړې وړاندې زیاته کړې، چې که د بین الافغاني مذاکراتو دواړه لوري توافق لري مسکو چمتو دی د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربتوب وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دی او تر څنګ یې زرګونه امریکایي او ناټو عسکر هم له افغانستانه وتلي دي.

روسیه وایي، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي عسکرو شتون سیمې ته ښې پایلې نه لري او باید امریکا له طالبانو سره په کړې هوکړه عمل وکړي او له افغانستانه بهرني ځواکونه وباسي.

کابو درې اوونۍ وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر یو لوړپوړی پلاوی مسکو ته تللی و او هلته یې د یاد هیواد له چارواکو سره د افغان سولې خبرو او د سیمې په حالاتو بحثونه کړي وو.

روسیې دوه کاله وړاندې د مسکو فارمټ په نوم د افغان سولې په تړاو یوه ناسته رابللې وه چې د طالبانو په ګډون یې د افغانستان ګڼ سیاسیون هم وربللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

عجبه غیری افغانی ډرامه د کابل او طالبانو غلامانو( امریکا او روسیی ) له خوا روانه دی وبه لیده شی چی ددوی داسی علنی پلیت اقدام مقابل کښي به ملت څه ډول عکس العمل وروسته ښکاره کړی ؟؟؟

طوطی

کابل لف خو د انتقالی حکومت وړاندیز کړی او تر کومه چی وینو د روسی وړاندیز بد ندی ځکه چی بله کومه تر دی ښه لار ماته نه ښکاری. د کابل حکومت دی پوه شی چی حالات یوه انتقالی حکومت ته ډیر آماده ځکه دی چی کابل کی امنیت نشته، اقتصادی وضع بی نهایته خرابه ده، فساد اوج ته رسیدلی، د پولیسو اخاذی په ټولو لویو لارو کی خپل انارشیسزم چلوی، د حکومت یوه وعده هم سر ته ونه رسیده نو سل په سلو کی حالات خپله یوه انتقالی حکومت ته ښه راغلاست وایی چی په هغه کی طالبان هم… نور لوستل »

Karwan

طوطي ښه ده، چه نن بيا په ښي اړخ راپورته شوي ئي. ځکه چه طالبانو ته هم په انتقالي حکومت کي يو څه ځاي ورکولوته حاضر شوي. تاخو طالبان له سره دافغانستان خلک نه بلل! دا چه اوس د ۱۸۰ درجي تغير وکړ، نو په ښه پال به ئي ونيسم! کاروان

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx