لیکنېنظــر

د دوحې توافقنامې په اړه د بایډن وروستی موقف!

عبیدالله فهیم

په افغانستان، د تېر شوروي اتحاد د سره پوځ او د امریکا په مشرۍ د ناټو په چوکاټ کې د نړۍوال ائتلاف له لوري د تېري او تجاوز وروسته، د شکست او تېښتې په مهال په کړنو او څرګندونو کې یو لړ مشابهتونه شته:

۱: کله چې د ۱۹۸۵ کال په پسرلي کې ګورباچوف قدرت ته ورسېد، قدرت ته له رسېدو سره سم یې پرېکړه کړې وه، چې د شوروي اتحاد سخت دریځو جګړه طلبه پوځي جنرالانو ته به، یو یا دوه کاله مهلت ورکړي چې په افغانستان کې جکړه وګټي.

که څه هم په افغانستان د امریکا د یرغل له پیله امریکایې ځواکونو، ناټو پوځیانو، بهرنیو شخصي امنیتي قراردادیانو او داخلي عسکرو، د افغان ولس خلاف په جګړه کې هيڅ نړۍوال بشر دوستانه حقوق نه دي رعایت کړي، مګر په کال ۲۰۱۶ کې د امریکا ریاست جمهوري ته د ټرمپ په راتلو سره، ټرمپ هم د جګړې له لارې د بریا په موخه امریکایې جګړه طلبه پوځي جنرالانو ته پراخه صلاحیتونه وکړي وه، ځکه خو د هغه د واک په لمړیو دوه کلونو کې جکړې ډېر شدت واخیست، ترڅو په افغانستان کې د جکړې له لارې بریا وګټي، مګر پایله یې منفي وه، ځکه د جګرې شدت د بهرنیانو خلاف د ملت نفرت لا ډېر، او طالبان یې تقویه کړل.

۲: کله چې د شوروي څلویښتم پوځ د جګړې پر ډګر، پرمختګ کې پاتي راغی، د ۱۹۸۶ز کال په سر کې ګورباچوف په بربنډه توګه افغان جګړه د (ناسور ټپ) و نوموله، او ویې ویل:” خلک پوښتنه کوي چې مونږ هلته څه کوو؟ ایا مونږ به تر قیامته هلته یو؟ او یا دا چې باید دا جګړه پای ته ورسوو“. خپل ځان ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې، ګورباچوف وویل:”مونږ به ترهغې پورې، چې شوروي له افغانستان ونه وځي، په خپلو ټولو اړیکو کې له بې پتۍ سره مخ یو“.

هماغه و، چې ۱۹۸۹/۲/۱۵ تاریخ کې شوروي اتحاد له افغانستان بهر شو، افغان جګړه د شوروي لپاره دومره درنه تمامه شوه، چې شوروي اتحاد نور په خپل ذات کې ګنده شوی وه، او شوروي اتحاد، نور نو اتحاد پاتي نشو.

کله چې ټرمپ او په مجموع کې امریکایان د جګړې له لارې د بریا نه، ناهیلې شول، نو ټرمپ هم ګورباچوف ته ورته ویناوي شروع کړې او بار، بار یې تکرارول: مونږ به ترڅو هلته یو، ۱۹ کاله جګړه! د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه ده، مونږ نه غواړو ۱۹ کاله نور هم هلته واوسو، روسیه چې شوروي اتحاد بلل کېده، په افغانستان کې ښکېله وه. اوس یې روسیه بولي، ځکه چې دوی په افغانستان کې ډېر لګښت وکړ او له همدې کبله دغه اتحاد کوچنی شو، بیخي کوچنی! بلآخره ټرمپ هم خپل د شکست او ماتې تړون په دوحه کې ۲۰۲۰/۲/۲۹ تاریخ د طالبانو سره امضا کړ، چې په اساس به یې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وځي.

۳: شوروي اتحاد چې د ۱۵ اروپایې او آسیایې هیوادونو څخه جوړ وه، او دې هیوادونو ۷۴ کاله د یو سیاسي قدرت لاندې سره ګډ ژوند کړی وه، په کال ۱۹۹۱ز، د بیلاروس، اوکراین او روس مشران د بیلاروس په ایالت کې د شوروي سوسیالیستي نظام د ړنګېدو فیصله وکړه، د همدې پرېکړې پر بنیاد د شوروي مشر یلتسین د ګورباچوف غوږونو ته ورسوله چې شوروي نور له دې وروسته د نړۍ په نقشه کې ځای نلري، ګروباچوف ددې خبر په اورېدو سره، د خبري رسنیو له لارې خپل موقف داسې اعلان کړ:”زه د شوروي ړنګيدل په دې شکل نه غواړم، مګر څه وکړم، اوس د یو انجام شوي عمل په وړاندې قرار لرم، مجبور یم چې ویې منم “.

وروسته له هغې چې د دوحې د تړون له مخې ټرمپ د خپل واک په وروستیو کې د خپلو عسکرو شمیر ۲۵۰۰ ته را ټیټ کړ، نو د امریکا نوي حکومت، د بایډن ادارې، د خپلو عسکرو د مصؤنیت او ورته د خطراتو د نه متوجه کیدو له ویرې، او ترڅنګ يې په دې موخه چې د دوی په شتون کې د دوی دست نشانه، د کابل اداره لا پسي و نه شړیږي، د دوحې په تړون د تجدید نظر څرګندونې شروع کړې، او په مقابل کې یې طالبانو وویل: که د تړون له مخې د ټاکل شوې نیټې، بهرني ځواکونه وروسته کېږي، په خلاف به یې جګړه بیا شروع کړي. نو زه فکر کوم، انشالله. لکه څنګه چې ګورباچوف د شوروي اتحاد د انحلال په اړه خپل دریځ اعلان کړی وه، باېډن به بلآخره د دوحې تړون ته د ژمنتیا او د تړون له مخې د امریکایې ځواکونو د خروج په اړه خپل دریځ داسي اعلان کړي: زه د یو انجام شوي عمل په وړاندې قرار لرم! څه وکړم؟ مجبور یم چې ویې منم.

فکر کوم، دا به نو بیا په ارګ د حاکمې کړۍ لپاره، د مرګ شپېلۍ وي!!!.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx