افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او  پرېښودلو پرېکړه وځنډوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه وه د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیران به په دوه ورځنۍ ناسته کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو  او یا هم پاتې کېدلو په اړه پرېکړه وکړي؛ د ناټو عمومي منشي «ینس سټولټنبرګ» وایي، د ځواکونو د حضور د دوام او يا پای ته رسېدو په اړه یې پرېکړه ځنډېدلې او لا هم په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي منځته راتګ ته په تمه پاتېږي.

ینس چې د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته يې رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې د عسکرو د پاتې کېدلو او یا هم ایستلو پرېکړه یوه خطرناکه پرېکړه ده چې له امله یې د ناټو سازمان غړي هیوادونه په دوه زړه کې دي او په اوسنیو دوه ورځنیو ناستو کې يې هم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

نوموړې وړاندې زیاته کړې، چې ناټو سازمان ویره لري که پوځیان له افغانستانه ونه باسي تر می میاشتې وروسته به له بریدونو سره مخ شي؛ خو که پوځیان وباسي، بیا اندېښنه شته چې په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې «لاسته راوړنې» به ضایع شي.

د ینس په خبره، لا هم د سولې او سیاسي جوړجاړي لپاره فرصتونه شته او ناټو تمه لري، چې په راتلونکې کې د جګړې د شدت ټيټه کچه وویني.

ناټو داسې مهال له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې دوه زړې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید دروان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

دغه تړون چې د امریکا د ټرمپ د واکمنۍ په مهال له طالبانو سره لاسلیک کړی د امریکا نوی حکومت «د جوبایډن اداره» یې بیا ځلې ارزوي او له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې دوه زړې ښکاري.

ورته مهال طالبانو بیا په یوه پرانستي لیک کې پر امریکا غږ کړی، چې د دوحې  تړون ته ژمنه پاتې شي او له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

طالبان وایي، د دوحې تړون د افغانستان د کړکېچ د هواري او دلته د سولې د تامین یوه غوره نسخه ده چې طالبان یې عملي کېدو ته ژمنتیا لري او ددوی له قوله، مقابل لوري يې هم پلې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

دغه سټولټنبرګ دی که څه لعنتي دي، ډېر بد د شيطان مخ يې دی او بل رقم بد مي ځني راځي، خدای تعالی يو ځای يوازي په لاس راکړی وای، چي نه د ده سره سلا وای نه زما سره، خو صرف يو ډانګ راڅخه وای بيابه مي نو خپل زړه ښه په يخ کړی وای. رذيل د جنګ د تودېدو خبري کولې ، خو لکه چي ددې نورو غربي سپو جګړه زړه نه غواړي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx