ورزش

د هند غوره لیګ د لوبغاړو بولي ترسره شوه، تر ټولو ګران بیه لوبغاړي څوک دي؟

په دغه بولۍ کې هیڅ نوی افغان لوبغاړی وانخیستل شو، بلکې مجیب الرحمن هم په وروستیو شېبو کې د حیدر اباد لوبډلې وپېره

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۹ل): د هند غوره لیګ د ۲۰۲۱ کال پړاو سیالیو بولي چې د هند په چینایی ښار کې د فبروري په ۱۸مه نېټه وشوه، تر ټولو زیاته نیلامي د پنجاب کینګز او رایل چیلنجرز لوبډلو ترسره کړه.

د آی پي ایل بولۍ لپاره د هندي او بهرني لوبغاړو په شمول ۲۹۸ لوبغاړي شامل شوي وو چې له ډلې یې ۵۷ لوبغاړي واخیستل شول، په یادو لوبغاړو کې ۲۲ بهرني او ۳۵ داخلي لوبغاړي وپېرل شول.

تر ټولو زیاته نیلامي د پنجاب لوبډلې ترسره کړه چې د (۵۳۲ ملیونه) هندي روپیو په ارزښت یې ۹ لوبغاړي وپېرل، دغه راز راجستان او بنګلور لوبډلو په ترتیب سره (۳۷۸ نیم ملیونه) او (۳۵۴ ملیونه) هندي روپیو په ارزښت ۸-۸ لوبغاړي وپېرل.

په یاده بولۍ کې د سویلي افریقا لوبډلې آلراونډر لوبغالی چې اوسمهال په ملي لوبډله کې هم ځای نه لري د یادې بولۍ تر ټولو ګران بیه لوبغالی و چې د راجستان رایلز لوبډلې په ۱۶۲ نیم ملیونه هندي روپيو له ځان سره ونیوه.

نوموړی د آی پي ایل په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو، له دې وړاندې یوراج سینګ، ګلین میکسویل، بین سټوکس او پاټ کمینز په لوړه بیه اخیستل شوي دي.

دغه راز د رایل چیلنجرز لوبډلې د نیوزیلاند توپ اچونکی کایل جامیسن په (۱۵۰ملیونه) هندي روپيو او استرالیاوی ګلین میکسویل په (۱۴۲ نیم ملیونه) هندي روپیو واخیستل. د استرالیا ځوان توپ اچونکی جای ریچرډسن د پنجاب لوبډلې له لوري په (۱۴۰ ملیونه) هندي روپيو واخیستل شو. کریشناپا ګواتم تر ټولو ګران بیه هندی لوبغاړی دی چې د چینایي سوپر کینګز لوبډلې په (۹۲ ملیونه) کروړه له ځان سره کړ.

د افغانستان له لوري یوازینی لوبغاړی مجیب الرحمن و چې تېر درې پړاوه پنجاب لوبډلې سره ولوبېد، په دې بولۍ کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې په (۱۵ ملیونه) هندي روپيو واخیست، نوموړی به د راشد خان او محمد نبي سره په یوه لوبډله کې لوبیږي.

په یاده بولي کې ځينې داسې لوبغاړي چې په نړیواله کچه ښه ځلیږي خو د لوبډلو مالکانو پام یې ځانته راوانړوه، په دې لوبغاړو کې انګلستانی الیکس هیلز، جیسن روی او عادل رشید، استرالیاوی آرون فینچ، نیوزیلاندی مارټن ګپټل او ځینې نور لوبغاړي شامل دي.

باید وویل شي چې د هند غوره لیګ بولۍ لپاره له شلو زیاتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه خو په بولۍ کې درې لوبغاړي وړاندې شول چې له مخې یې مجیب الرحمن واخیستل شو، قیس احمد او نوین الحق ونه پېرل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx