افغانستان

بدخشان کې د دولتي عسکرو په ډزو ۳ تنه ملکیان «شهیدان» او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې خلکو ته د مالي زیانونو سربیره ۳ تنه ولسي خلک «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

دا پېښه تیره ورځ د وردوج ولسوالۍ په «غنیو» کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي عسکرو یاد کلی په توپونو او هاوانونو وویشتلو.

سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه پېښه کې یو ملکي «شهید» شوی او دوه تنه نور ژوبل دي او ترڅنګ یې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په توپونو او هاوانونو د ولسي خلکو کورونه او عامه تأسیسات په نښه کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې وړاندې د بدخشان په شمول د هېواد په ګڼو ولایاتو کې ورته پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې خلکو ګڼ مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx