افغانستان

دولتي الوتکو په فاریاب کې یوځل بیا پر ولسي خلکو بمباري کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): دولتي عسکرو یوځل بیا د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو هوايي بریدونه او بمباري کړې، چې له امله یې د یوې میرمنې په ګډون ۲ تنه ولسي خلک «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

د سیمې خلک وايي، دولتي الوتکو وړمه ورځ ماسپښين د شیرین تګاب ولسوالۍ په «اسلام» او «شش تپه» سیمو کې د ولسي خلکو د استوګنې په کورونو او کښتونو هوايي بریدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې یو شمېر کورونه او کښتونه زیانمن شوي، یو ملکي کس «شهید» شوی او یوه میرمن ټپي شوې ده.

دا په روانه میاشت کې څویم ځل دی چې دولتي الوتکې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب، المار، قیصار، ګرزیوان او دولت آباد ولسوالیو کې ولسي خلک د هوايي بریدونو هدف ګرځوي او په ترڅ کې یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.

د سیمې خلک شکایت کوي چې دولتي عسکرو له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د مزار ـ میمنې لویه لاره د مازدیګر له ۵ بجو څخه د سهار تر ۷ پورې د خلکو پرمخ تړلې ده او که کوم کس د شدیدې اړتیا او یا ناخبرۍ له مخې پر دغه لاره سفر کوي، نو د دولتي عسکرو لخوا ویشتل کیږی، چې له امله یې د خلکو ژوند سخت تریخ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx