افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه په وتلو کې بیړه نه کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر «لویډ اسټین» وایي، له افغانستانه په غیر مسئولانه ډول نه وځي او نه هم په وتلو کې له بیړي کار اخلي.

اسټین چې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو  په ناسته کې یې ګډون کړی و، په تړاو یې له پنټاګونه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې  اسټين د دفاع وزیرانو ناستې ته ویلي چې امریکا به د افغانستان اړوندو چارو کې له ناټو سازمان سره همغږي لري.

اعلامیه کې وړاندې د اسټين له قوله راغلي دي چې امریکا له افغانستانه په وتلو کې بیړه نه کوي او نه هم په غیرمسئولانه ډول افغانستان پرېږدي.

دناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ناسته چې دوې ورځې روانې وه، تمه کېده چې په دوران کې به يې په افغانستان او عراق کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام او یا هم پای ته رسېدو په اړه پرېکړه وشي؛ خو د ناټو سازمان عمومي منشي وایي، پرېکړه یې د اوس لپاره ځنډولې ده.

ناټو وايي، له افغانستانه د وتلو او هلته د پاتې کېدلو پرېکړه ورته ډېر مشکله ده؛ ځکه ددوی له قوله، که د دوحې په تړون کې له ټاکل شوي وخت زیات پاتېږي، نو جګړه ورباندې زیاتېږي او که راوزي لاسته راوړنې ورسره په اوبو لاهو کېږي.

د ناټو سازمان ټینګار لري، چې لا هم په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي او د سولې   خبرو د بریا فرصت شته چې باید کارترې واخیستل شي  او د سیاسي جوړجاړي له لارې سوله او ثبات تامین شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دوی ته دسولی ټولی لاری ښی ښکاره معلومیدی خودوی کوښښ کوی چه غنی پرقدرت پاته سی غنی ښکاره اعلان وکۍ چه زموږ فوج دامریکا محافظه کاردۍ یعنی دافغانستان ندۍ دوی پوهیږی چه بل داسی وطن فروش نسی پیداکولای کرزی وطن فروش هم ددوی ظلمونه ونه ګالل،موږبایدپه ځانوکی دجهادمحبت دوچنده کودادالله آزمایښت دۍ الله به ددی آزمایښت دکامیابۍعوض په دی دنیا اوآخرت کی راکی .په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

عبدالمالک همت

تور کافره ! کله چي خدای ته منظوره سي او وخت يې راسي له ګران افغانستانه به داسي په ځغاسته ځغلئ لکه د بګۍ اسان، تر تاسي مو ډېر خره سرکوزي زيات ځغلولي دي. مرګ پر دغه تور احمق پالتو حوالدار. .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx