روغتیا

د سرطان هغه ډولونه چې په سړو او ښځو کې ډير رامنځته کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۹ل): د مصر هېواد روغتیا وزارت پر خپله فیسبوکپاڼه د سرطان هغو ډولونو لیست خپور کړی چې په ښځو او سړو کې ډیر رامنځته کیږي.

هغه سرطان چې سړي پرې زیات اخته کیږي:

  • د سږي سرطان
  • د ځګر سرطان
  • د معدې سرطان
  • د کولمو او د ملا سرطان
  • او د پروستات سرطان.

هغه سرطانونه چې ښځې پرې زیاتې اخته کیږي:

  • د سینو (تي) سرطان
  • د سږي سرطان
  • د کولمو او د ملا سرطان
  • د معدې سرطان
  • او د رحم سرطان.

هغه لاملونه چې په سرطان د اخته کېدو خطر زیاتوي په لاندې ډول دي:

  • سګریټ څکول
  • چاغوالی او اضافي وزن
  • د تازه میوو او سبزي نه خوړل
  • فزیکي فعالیت یا ورزش نه کول
  • الکحول څښل
  • په بند ځای کې د پطرولو اور لوګي کش کول او ځینې نور..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx