شعـــــرونه

دکار سړی – داود همت

پیداشومه په جنګ کـي را زلمی شومه په جنګ کي

خـاوند دسپیـنې تورې  جنګیالی شومه په جنګ کي

بخښــــــلی راتــه رب دمـــور په پـــیـو کــــي غیـرت وو

نو ځـــکه ویاړ ګټــونکی بریـالـــی شومه په جنګ کي

وهــمــــه دنــړۍ لـــه استــــــکـــــــبار ســـــــره ډغـــــــــرې

را وړونــکی دبـریــاوو ننـګــیالی شـومه په جنګ کي

له مـــانه وړانــــدي څـــومــره اتـــلان چي دي  تیر شوي

زه هـــم دهـــغــو تللـــیــو لار وی شـــومــه پــه جنګ کـي

څپـــې او سرې لمبې  دانقـــلاب رانـــه را تـــاو شـــــوې

همـــــــــت زما ملاتـړی شو ژونـدی شومه په جنګ کي

ځواکــونه دځـــواکــمن غلیم مــې ګورۍ تار په تار کړل

پــه قـهــر را څـرګــند لکـــه زمــری شـومـه په جنګ کــي

ور ووتـــم دژونـــــد نـــوې سپیـــڅــلـــې مــر حــلـــې تــــه

احــساس کـړمه پیــا وړی ګــړندی شومه په جنګ کــي

په خــونـــد او پــه قیـــمــت دآزادۍ هـــلـــه خبــــر شـــــوم

چي سم په مردکو سوری سوری شومه په جنګ کي !!

څــښتــن مـــې مــدد وکـــړ او ملــــکو بـــدرګـــه کــــــــړم

(داؤد همـــته )اوس دکــار سړی شــومــه پـه جنګ کي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x