افغانستان

ناټو په عراق کې د خپلو عسکرو شمېر ۸ برابره زیاتوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): ناټو په عراق کې د خپلو عسکرو شمېر اته برابره زیاتولو پرېکړه کړې، چې په دې سره به عراق کې ددغو ځواکونو شمېر ۴ زرو ته پورته شي.

دا پرېکړه تیره ورځ (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه) د ناټو د دفاع وزیرانو په هغه آنلاین غونډه کې شوې، چې د بحث مهم موضوعات یې افغانستان او عراق کې د دغه تړون د پوځي حضور برخلیک معلومول ؤ.

له دې غونډې وروسته په خبري ناسته کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل، چې ناټو به عراق کې د خپل روزونکي ماموریت د عسکرو شمېر له ۵۰۰ پوځیانو څخه ۴۰۰۰ پوځیانو ته پورته کړي.

د ناټو عمومي منشي د خپلو خبرو په دوام وویل، نن مونږ په عراق کې د ناټو د روزنیز ماموریت د غځولو او پراخولو پرېکړې وکړه، ترڅو عراقي عسکرو سره د «تروریزم» پرضد مبارزې او عراق ته د «داعش ترهګر» تنظیم بیا راګرځېدو مخه ونیسو.

نوموړي په عراق کې د عسکرو زیاتولو او عراقي کدرونو روزل ددې لپاره مهم بللي چې په خبره یې راتلونکي کې ناټو یاد هېواد ته د خپلو جنګي عسکرو استولو ته اړ نه شي.

د ناټو ددفاع وزیران په داسې مهال عراق کې د خپلو عسکرو د شمېر زیاتولو پرېکړه کوي، چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د حضور د برخلیک په اړه کومې موافقې ته نه دي رسیدلي.

تردې وړاندې د کابل حکومت او د ناټو یو شمېر مشرانو داسې تمه ښودله چې ناټو به په دغه ناسته کې د مئ له میاشتې وروسته افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو موده وغځوي؛ خو ناټو او امریکا ته د طالبانو لخوا د دوحې تړون ته د پابندۍ نه کولو په صورت کې د «بدو» پایلو مسئولیت متوجه کولو له ګواښ وروسته داسې ښکاري چې د ناټو تړون هېوادونه په خپلو منځو کې سره لازیات وویشل شول او افغانستان کې د جګړې د اوږدولو څخه نور ستړي شوي دي.

په ورته مهال د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په طالبانو غږ کړی چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو ویستلو ته زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx