افغانستان

دایکندي کې د سیمه ییزې اردو ۲۰ عسکر مړه او ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د سیمه ییزې اردو ۲۰ عسکر مړه او ټپیان شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو پرون سهار څلور بجې د دې ولسوالۍ په «قریجات» او «اسپرمې» سیمه کې د محلي اردو(اربکیانو) په پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې د نښتې پرمهال ۹ عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د دایکندي سیمه ییز چارواکي که څه هم په دې اړه څه نه وايي؛ خو د دایکندي د ولایتي شورا غړي غیرت علي جواهري بیا دغه پېښه تایید کړې او زیاتوي چې ددغو پوستو وسلې او مهمات هم طالبانو له ځانونو سره وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

ښه پرمختګ دی. په افغانستان کي د شیعه ملیشو خالي صلاح کول د حرمینو شریفینو د دفاع په معنا ده

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx