نړۍ

بلوچستان: په دوو جلا جلا پېښو کې پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان بلوچستان ايالت کې په دوو جلا جلا پېښو کې پنځه ملېشه پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، دا پېښه د بلوچستان مرکز کوټې ښار پر لويديځ بای پاس سړک هغه مهال رامنځته شوه، چې د ايف سي ملېشې موټر پر لاره تېرېده او په موټرسايکل کې ځای پر ځای شوی ماين پرې وچاوېده، چې له امله يې يو پوځي وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

دوهمه پېښه د بلوچستان د کولهو ولسوالۍ په کاهان سيمه شوې ده.

د رپوټونو له مخې په کاهان سيمه کې د ايف سي ملېشو پر پوستې د وسله‌وال برید پر مهال څلور پوځيان ځای پر ځای وژل شوي او یو ټپي دی.

چارواکي وايي، د پېښې قربانيان يې روغتون ته رسولي او د مشکوکو بریدګرو لټون په موخه چاڼیز عمليات هم پيل شوي دي.

د يادونه وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د بلوچستان په هرنايي ولسوالۍ کې د يوې بمي چاودنې له امله پنځو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

همدارنګه څلور ورځې وړاندې هم د کيچ ولسوالۍ په هوشاپ سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته برید کې يو پوځي وژل شوی و.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان نورو سيمو په پرتله په بلوچستان ايالت کې وسله‌وال بریدونه او چاودنې ډېرې کيږي او چارواکي د دې ناامنيو او چاودنو پړه د افغانستان او هند پر استخباراتي کړيو اچوي، خو کابل او نوي ډيلي تل دا تورونه رد کړي او هغه يې بې بنسټه بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

داسی لږ ښه ښه خبرونه هم خپروی. الله د کی برکت واچوی. ریښتیا یی ویلی چی: مکوهه په چا، چی وبشی پر داتا. د کابل اداره ډیره بی کفایته او کمزورې ده کنه نو ښه وخت یی دی چی پاکستان ګډ وډ شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x