افغانستان

د پاکستان پلازمینې اسلام آباد یوه سیمه د احمدشاه مسعود په نوم کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان پلازمینه اسلام آباد یوه ځانګړې سیمه د شورای نظار د پخواني قومندان احمدشاه مسعود په نوم کیږي.

خبریال بشیراحمد قاساني په خپلې ټویټر پاڼې ددې خبر په لیکلو سره ویلي، چې احمدولي مسعود تیره ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې پر دغې مسئلې لومړنۍ موافقه کړې ده.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې د شورای نظار د پخواني وژل شوي مشر احمدشاه مسعود ورو احمدولي مسعود د یو پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ته تللی او هلته یې پاکستاني چارواکو سره پر  دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې د هندوستان پلازمینه نوي ډهلي کې یو سړک او د فرانسې پلازمینې پاریس کې هم یوه سیمه د احمدشاه مسعود په نوم نومول شوې ده.

د طالبانو پرضد د شمال ائتلاف(ټلوالې) مهم قومندان او د شورای نظار مشر احمدشاه مسعود چې په رسنیو کې د پاکستان ضد څېرې په حیث پېژندل کیږي، په اسلام آباد کې د هغه په نوم د ځانګړې سیمې نومول د ټولنیزو رسنیو د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ټولنیزو رسنیو فعال او آزاد خبریال صابرالله نظري په اسلام آباد کې د احمدشاه مسعود په نوم ځانګړې سیمې نومول یوه «معما» ګڼي او زیاتوي چې لاهم زمونږ رسنۍ او سیاستوال «حقیقت» څخه لرې شننې کوي.

نظري داسې لیکلي: «بګرام او پلچرخي ته یې زمونږ ځوانان په دې تور ولیږدول چې د پنجاب غلامان دي؛ خو د دوی د ملي؟! قهرمانانو څلي او جادې بیا په افغان دښمنه پلازمینو پاریس، ډیلي او اسلام آباد کې جوړول لاسته راوړنه بولي.»

نوموړي دغه راز احمدشاه مسعود له روسانو په «پټو» سازشونو او کابل کې د تنظیمي جګړو پرمهال د ملي موزیم او بنسټیزو پروژو په ویجاړولو سره «ملي خاین» بللی او د هغه پلویان یې د پردیو«جاسوسان» بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

عمران خان دې هیرا منډيی نوم بدلً او د رولا منډیي نوم دې پرې کېږدي.

د ملا برادر او ګلبدین حکمتیار په سفرونو باندې حتی مړتتو پښتانو هم شور حوړ کړ اما د بز شادګل کونه چې ټول عمر لوڅه ده سیل یې کوي او هېڅ څوک پرې نیوکه نه کوي.

ا

طوطی

غوربندی ته: یار تاسو ته داسی کلمات نښایی چی په خوله یی راوړی. کله ځان ملا ښیی او کله هم داسی کلمات استعماله وی چی سړی پری شرمیږی.

دوکتور غروال

بلی د غلامو بادارانو خپل غلامان په ډالرو مشبوع کړل او دولتداری لذت اخستلو خاوندان ئي کړل او اوس غوښتل کیږی چی خپلو ممالکو کښي ددی خائينینو په نامو ځینی ځایونه مسما کړی اما بیا هم دا خائين اجنبیان به خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیدای شی !!!!

دوکتور غروال

اوس د مړتدو غلامانو اصلی د رقابت صحنه شروع شوه دا کاملآ ‍‍‍‍څرګنده دی چی تنظیمونو نه د افغانیت اصلیت لا څه چی د افغانیت اندکترینی نښانی نه امید وو او نه شته او طالبان ولو چی له کوچنیوالی تربیه شوی دی بیا هم د ځیږو او صادقو افغانانو اولاده دی اوس ئي باید څرګنده کړی چی ولی حتی د پنجابی پاکستان له خوا دوی ته په بی اهمیته سترګو لیدل کیږی او ولی ددوی امیرالمنین طالب محمد عمر پر نام پنجابی پاکستان کښی د کوم ځای نام نه نوموی ؟ که طالبان د دی مقابل کښی اغتشاش ونکړۍ شی… نور لوستل »

اختر محمد

نو اصلی غلامان خو معلوم شول چه دشورانظار مفسد ین ول ناحقه به ی طلبان داسلام اباد لاسپوسی بلل

ملا جانان

ملګرو خوا مه بدوئ. دا پالیسي په هر هیواد کي سته چي د هري سیمي متنفذین کولای سي چي د خپلو سیمو نومونه په خپله خوښه وټاکي. په اسلام اباد کي هم یوازي هغه سیمه د احمدشاه مسعود په نوم نومول کیږي چیري چي د بدخشان، تخار، پنجشیر او پروان د فاحشو فاحشه خانې واقعه دي. د مسعود خاندان خو نه داسي پراخ سیاسي نفوذ لري او نه هم کوم بل کمال چي د نړۍ حکومتونه دي د دوئ دومره قدر وکړي. د قیمتي ډبرو بازارونه هم اوس ساړه دي چي ووایو چي د لعلو جواهرو د قاچاق زور دی.… نور لوستل »

طوطی

زما یوه خبره هم په یاد لری. دا د پنجابیانو سیاست دی چی د آینده لپاره شمالی ټلواله خوشحاله وساتی او دی کار سره د ځینو کسانو حسادت او دښمنی هم راوپاروی. تاسی به ګوری چی په راتلونکی کی د ملا عمر یا ملا منصور په نوم هم ځینی ځایونه ور په نوم کړی. هر هغه کار چی سبب د دښمنی او تفرقی په منځ د افغانانو کی کیږی هغه کارونه پاکستانیان په خوښه کوی.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx