نظــر

ځيرک کروندګر او ساده کليوال «دريمه برخه»

بخت الرحمن شرافت

صاحب جانه بیګا مې ډیره بېړه وه، هلته مې شیرو اکا سره وعده کړې وه، ملاصاحب سره یو سفر باندې تللی وم د وعدې پاللو یې راته ډير نصیحت وکړ، که هغه د ملاصاحب د نصیحت اثر نه وی پاته کیدلم، یو ځل مې تا سره سپینوله بیا تلم.

صاحب خانه لږ حیا وکړه، تا پرون ډېره نادره ونه کړه!!!!!
ولې جیلاني څه مي وویل زما خو کومه نادره نه یادیږي؟

– خوله دې ماته شه څنګه دي نه یادیږي، ښه دې پر زړه ده، کلی چې نه جوړیږي، هیواد چې مو پرمختګ نه کوي، ستا رنګه بیکاره او د نورو لاسونو ته ناست  وګړي په کې ژوند کوي.

یو وار بیا درته وایم چې خوله دې ماته شه، کور به  مؤسسه راجوړ کړي!!!

دومره مټې دې دي، لږ خو دې ځان ته وګوره که راستي وکړې؛ فیل به راچپه کړې، یو کور نه  شې جوړولی، زما خو ويل چې ته به کلی او سیمه جوړوې، ته خپل کور هم په مؤسسه باندې جوړوي.

صاحب خانه خبري به سره کوو خوا به نه سره بدوو، نور به زما په وړاندې د مؤسسې نوم نه اخلې، دامؤسسې نه بلکې دسیسې دي.

صاحب خانه کور مؤسسه نه در جوړوي، ګوره ځان مه غولوه هسي خپل کار پیل کړه، خپل قسمت او حالت به په خپله بدلوو، ته لکه چې هیڅ دملا صاحب په خبرو نه پوهېږې، تیر ماښام ملاصاحب د حاجي لا لا په کوټه کې ډيري ښې خبري وکړې ویل یې الله پاک د هغو وګړو حالت نه بدلوي څوک چې خپله دخپل حالت بدلولو کوښښ ونه کړي، درته مي وار وار ویلي چې کله ملاصاحب خبري کوي په غور یې اوره  راځه نور دچا په تمه مه کښېنه دکور او کلي د جوړولو اراده وکړه، الله پاک بل ځای وایې چې زه د بنده د قصد او ارادې در شا یم چې کوم لوري ته بنده قصد وکړي زه یې لارښوونه کوم، راځه نور نېکه اراده وکړه، داسې اراده وکړه چې یواځې کور نه بلکې کلی به هم جوړوو.

صاحب خانه نور رښتیا مه راباندې وایه افغانستان دې د اته څلوېښتو هیوادونو د شیطانت ځاله ګرځېدلې ده، په بلا به مې اخته کړې، مؤسسې ټولې په چا پورې تړلې او پټې دسیسې لري، هیڅ زمونږ د جوړولو او ابادولو فکر ورسره نشته بلکې غواړي چې مونږ بې کاره عادت کړي، داسې مو وساتي چې نه مړه او نه ماړه یو همېشه د نورو په تمه کېنو.

صاحب خانه ته خپله مؤسسه یې، مؤسسې ټولې زما او ستا رنګه انسانانو جوړې کړي، مونږ کولی شو د کلیو په کچه ځان ته مؤسسې جوړې کړو بهرنۍ او پردۍ مؤسسې پرېږدو خیر پکې نشته.

جیلاني دا څه وایې مؤسسه هرڅوک نه شي جوړولی او نه هم کارکولی شي، صاحب خانه مؤسسه ډيره اسانه ده، د کلي ملا صاحب، معلم فیض الله، ډاکټر علي جان چې له ځان سره ملګري کړو دغې ته مؤسسه وایي.

جیلاني جانه نادري کوي، دا ته له کومې خوا څخه غږیږې، ددغه کلي جیلاني یې که له کومې بلې نړۍ  راغلی یې، د کلي ملا او ښوونکی څرنګه سره یوځای کوې، ښوونکی او ملا خو له پېړیو پیړیو دلته سره وژني، یو او بل پسې بدې خبرې کوي، ته لکه چې د اور او اوبو یو ځای کولو فارمولونو باندې کارکوې.

صاحب جانه هغه وختونه تیر شوي، اوس ملا او ښوونکی لکه دوه خواږه وروڼه داسې ژوند کوي. تیر ماښام چېرې وې، هغه ډاکټر چې د مسجد مخ یې نه و لیدلی ممبر باندې ولاړ و اذان یې کاوه او معلم فیض الله بیا په ملا صاحب پسې شاته ولاړ و اقامت یې کاوه.

مسجد ته څېرمه د شهید شیر خان لوبغالي کې تیر مازیګر زمونږ د لیسې او مدرسې زدکړیالانو یو ځای د واليبال لوبه کوله، صاحب خانه نادره به درته وکړم، توریالی چې د لېسې زدکړیالان به یې بې لارې بلل؛ هغه اوس خپله د دغې لوبې ترتیبات نیولي وو، اوس خبر شوم چې توریالي خپل کشر ورور بریالی ښوونځي کې داخل کړی.

د معلم فیض الله میانځي زوی تېره ورځ په مخ راغلی تور پاج یې سر باندې پیچلی و سلام یې وکړ، هیڅ مې ونه پېژاند چې رانزدې شو وایي جیلاني کاکو نورالله یم د معلم فیض الله زوی یم.

ورته مې کړه د معلم فیض الله زوی تور پاج سنګینې جامې دا ټول څنګه؟

وايي جیلاني کاکو پلار جان د برکلي په مدسه کې داخل کړی یم.

پرون مې ملا صاحب لېسه کې ولید، له سر ښوونکي سره یې شنې چايې سورولې؛ ورڅخه مې پوښتنه وکړه ملا صاحب ته او لیسه؟!

ویل یې جیلاني جانه! زه خو څو میاشتې کیږي دلته لیسه کې ښوونکی مقرر شوی یم، فقه حنفي درسوم او مولوي روزي صاحب د لیسې مدیر مرستیال مقرر شوی، له مدیریت سره سره دلته احادیث او تفسیر هم درسوي، نور په لیسه کې د ملا او معلم نومونه زاړه یادونه پاته شوي، ملا او معلم اوس دواړه ښوونکي یادیږي یو ددیني امورو ښوونه کوي بل بیا په دنيوي چارو کې د زدکړیالانو ښوونه کوي.

نو صاحب خانه اوس به ډاډه شوی یې چې نور هغه وخت تیر شوی چې ملا او معلم به یو او بل پسې ټوپکې ګرځولې، تېره ورځ دې د لېسې ښوونکي ونه کتل  ږیرو ورسره څومره خوند کاوه؟ څومره معصوم او نوراني معلومېدل، دا هر څه د ملا او معلم د یووالي برکت و، وړاندې مې اوریدلي و چې د امر بالمعروف کسان به له لرګیو سره یوځای لیسې ته راغلل، لیسه کې به منډې ترنډې وې، اوس الحمد لله خپله د لېسې سر ښوونکی د امربالمعروف دنده مخته بیایي، لامل یې یواځې او یواځې د ملا او ښوونکي یو ځای والی او نزدې والی دی.

صاحب خانه اوس مو کلیوال پوه شوي چې د مدرسې او لیسې ترمنځ فاصله پردی سازش و، نور د مدرسې او لېسې ترمنځ فاصله ختم شوې ان شا‌ءالله مدرسه او لېسه به په یوه چاردیواري کې جوړیږي، خلک پوه شوي د ژوند په چارو کې چې څومره لېسې ته اړتیا  لرو، هغومره مدرسې ته، چې څومره مدرسې ته هغومره لیسې ته اړتیا لرو، که مو مدرسه روحي تربیه کوي لیسه مو بیا جسماني تربیه کوي، د کار کولو او چارو تنظیمولو وړتیا مو زیاتوي، لیسه ده چې مونږ ته د مسجد جوړولو چل رازده کوي، که مسجد جوړ نه کړو عبادت به چېري کوو؟
لیسه ده چې د مدرسې جوړولو طریقې راښیي که مدرسه جوړه نه کړو د روحي او ایماني پیاوړتیا زدکړې به چیرې کوو.

نو صاحب خانه نور به ډاډه شوی یې کله چې ملا او معلم په مسجد کې یو او بل پسې اقتداء کوي، زدکړیالان یې یو میدان کې لوبې کوي، ښوونکی په مدرسه او ملا صاحب په لیسه کې شنې او توري سوري، یقین وکړه چې په کلي کې ګډه کمېټه هم جوړولی شو او ګډ کار هم کولی شو.

سر له سبا بسم الله کړه، درځه ملا صاحب راغواړو بیا به ډاکټر (علي جان) ته ورشو وروسته به معلم (فیض الله ) ته غږ ور وکړو سره به جرګه شو، د کلي په کچه به یوه کمېټه جوړه کړو.

جیلاني خانه ولې داسې نه شي کېدلی چې هر سړی خپل کار کوي، نه صاحب خانه په اتفاق او اتحاد کې برکت وي او بیا د پښتو متل دې نه دی اورېدلی ((چې وایي له یوه لاسه ټک نه خیژي)).

هسې درځه نورې خبرې مه اوږدوه سبا د جمعې ورځ ده ملا صاحب فارغ دی کورته به یې ورشو نظر به مو ورسره شریک کړو.

صاحب خانه یوه خبره مې واوره! شپه کې د تهجد لمونځ ضرور وکړه سر په سجده شه، له ستر رب څخه په ډیر اخلاص چیغو او فریاد دعا وغواړه چې الله مو دغه کار کې کامیاب کړي، دا به مو د کور او کلي په ګټه وي، ان شاءالله د کلي بڼه به بدلوو، له کمېټې جوړولو څخه وروسته به تر ټولو لومړی کلیوالو ته وایو چې هر سړی به د کور په انګړ کې یا د حویلۍ دیوالونو څخه چارپیره درې درې نیالګیه لګوي د اوړي موسم دی صاحب خانه کلی مو درې سوه کوره دی، که هر کور خپل انګړ کې درې درې نیالګیان ولګوي درې سوه ونې کیږي، کلی به مو ښکلی شي د کلي هوا به ورسره مرطوبه شي الله به مو په رحمتونو باندي ونازوي.

جیلاني بیا دي بله نادره وکړه، خلک خپل باغونه نه شي ساتلی ته یې د کور انګړ کي نیالګیان لګوې.

صاحب خانه! د کمېټې جوړلو تر ټولو ستر مسؤلیت همدادی چې کلیوالو ته فکر ورکړي او هغوی په دې پوه کړي چې دغه کار شونی دی، د کور انګړ کې درې نیالګیانو ته چې د لاسونو د پریولو اوبه  وراچوي بس یې دي، ځینې کارونه ډير اسانه وي صرف یوه هستي غواړي چې خلک وهڅوي او پوه یې کړي، زمونږ د کمېټي د کار او فعالیت لویه برخه به خلکو ته فکر ورکول او د هغوی ژوند چارې مدیریت کول وي، نور خلک خپله کار کوي زمونږ دنده خلکو ته ماهي ورکول نه بلکي د ماهي نیولو چل ور زدکول دي.

نور بیا…..

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

ډیره مفیده لیکنه ده د هیواد تر ټولو عمده ستونزه داده چې د ملا او معلم یا په بله اصطلاح د طالب او محصل تر منځ واټن ستونزي زیږولی دي او د نفاق تخم یی کرلی ده دوهم ټکي ته چې اشاره شوي د هیواد بیا رغاونه ده چې اکثره وخت که کومه مؤسسه پیدا هم شې د اولس د نا اهله خلګو له لاسه یی بودیجه چورواکي غلا کړي او یایی د اولس بی مهاره خلګ خپلو کی تقسیم کړي که اولس د نیکو خلګو په سرپرستي کی داسي کمیټی جوړي کړي چې په مټ یی واړه واړه بندونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x