شعـــــرونه

د يو نابينا شاعر«عمر صديق»څو غزلونه

شاعر: عمر صديق

ليکوونکی: مشعل طالب

زړه مې تا غواړي حسينه زړه مې سم درپسې مرينه
زړه مې ستا پرمخ عاشق دی ای حبيبه ای یاسینه

زړه مې تل ستاپه لټون وي زړه مې تا غواړي خوبو کې
زړه مې تل درپسې ګوري ګل رخساره ګل جبينه

زړه مې ستا په عشق کي ګير دی زړه مې ستا د مينې کور دی
زړه مې ستا په الفت خوښ دی ستا محب یم ای نیازبینه

زړه مې ستا حسن ته ژمن دی زړه مې ستا حسن منلى
زړه مې ستا په رڼا پايي ای قمره لمر ورينه

زړه مې ټول درنه لوګى شه زړه مې تاته صدقه شه
زړه مې ستا په نوم قربان شه ګلاب رنګه ګلورينه

زړه مې ستا د ښايست ښکار شو زړه مې ګوره چې زخمي دی
زړه مې مات شو زړه مې مات شو ورو ورو وينې څڅوينه

زړه مې درد ليـدلى نه و، زړه مې تل ولو بې درده
زړه مي اوس دردمن دردمن دی درد مې تاو دی له زړګي نه

زړه مې ای عمر صديقه زړه مې زار دی له حبيبه
زړه مې کله درېغومه زما له ګران عطر ورينه

……………..
پوخ د امتحان په سرو لمـبو او په تنور کې شوم
ربه نور مې لرې له دې اور له دې انګاره کړه

مه اخله ازمون پسې ازمون زما عاجزه يم
غواړمه بخښنه او معاف ما ګنهګاره کړه

هسې نه ناراض شې ابتلاء دې ډېره سخته ده
اوږه مې سپکه نور د ابتلاء له درانه باره کړه

راج کوي دردونه زما د زړه په پرهرونو تل
لرې مې ظالم دردونه نور له خوګ پرهاره کړه

ستا د عشق ډيوه مې بله نور د زړه په تل کې کړه
پاکه مې له مينې مجازي دزړه هنداره کړه

دم په دم مې نفس، خواهشات راوړي و زړه ته بس
بچ مې د شيطان لعين له ښکار او له ګذاره کړه

جوړ مې کړه د نوم شهرت صنعت له مريضۍ څخه
هر يوه نيکي او هر عمل مې ستا لپاره کړه

خلاصې دروازې کړه د رحمت پر ما عمر صديق
نور مې ته نصيب د عافيت ژوند په هر لاره کړه

…………….
چې د عشق په لاره تلې د زړګي سره
اوس به خود دردونه وړې د زړګي سره

اوښکې مه پټوه زه خو در خبر يم
ماليدې چې ژړېدې د زړګي سره

نن دې بياسلګۍ وهلې ډير غمجن وې
ناقرار مې وليدې د زړګي سره

د يتيم غوندې مايوس مايوس ولاړ وې
و خپل ځان ته غږيدې د زړګي سره

ھا د مينې ورځې شپې خو در په ياد کړه
ته به څومره دردېدې د زړګي سره

ماته ياد يې لامې نه يې ته هير کړى
ته مې هيڅ نه يادوې د زړګي سره

تـه راغلی يې زما د يار له کلي
راته وکړه څو کيسې د زړګي سره

ما عمر صديق ته ډير ډير يادېدلې
راسه کېنه څو شېبې د زړګي سره
……………

سپرلی به سي راشـنه به سي شيندلي مو ګلان دي
په خاوره د افغان کې ډېر کرلي مو ګلان دي

وږمې د آزادۍ به وشيندي و هرې خوا ته
نسيم د ازادۍ نور غوړولي مو ګلان دي

شبنم به يې په ورو ورو بيا نازک مخونه وينځي
ګردونو د اشغال کمين وهلي مو ګلان دي

هر ګل به بيا خوشبو د ازادۍ ځان سره راوړي
منزل د خپلواکۍ ته رسېدلي مو ګلان دي

ګلونه ترې شرمېږي په سرو وينو کي رنګ شوي
په سره احرام کې لاړل کوچېدلي مو ګلان دي

لوړ تاريخ مو پرې غني شو تاريخ مو پرې زرين ده
تاريخ افغاني کې بس ليکلي مو ګلان دي

څوک ډرون حملې ويشتلي او څوک تللي موټر بم کې
ټوټه ټوټه تر ربه ورغلي مو ګلان دي

عمرصديقه وروره احترام يې په مونږ پور دی
ددين په خاطر ګوره رژيدلي مو ګلان دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx