افغانستان

بایډن: د هغې سیاسي پروسې کلک ملاتړ کوم چې په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پایته رسوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، دده په مشرۍ اداره د هغې سیاسي پروسې کلک ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه پایته رسوي.

نوموړي دا څرګندونې نن د جمعې په ورځ د «میونخ» امنیتي کانفرانس ته د وینا پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې امریکا به د خپلو اروپايي او ناټو متحدینو سره په ګډه په افغانستان کې د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې لاسلیک شوي تړون په اړه بایډن په څرګنده ویلي، چې دده په مشرۍ د امریکا نوی حکومت افغانستان کې له ډیپلوماتیکو لارو د جګړې پایته رسول غواړي.

بایډن داسې وویل: «زما اداره د هغې روانې ډیپلوماټیکې پروسې څخه په کلکه ملاتړ کوي چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه پایته رسوي.»

نوموړي ویلي، مونږ هغه ډاډ ترلاسه کولو ته ژمن یو چې افغانستان به هیڅکله د امریکا د متحدو ایالاتو او د هغوی د متحدینو د ګټو په وړاندې خطر نه پېښوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په داسې افغانستان کې د سولې روانو مذاکراتو څخه په کلک خپل ملاتړ اعلانوي چې تیره ورځ د افغانستان په هکله د ناټو ددفاع وزیرانو غونډه بې نتیجې پایته ورسېده او د ناټو دفاع وزیران په دې ونه توانېدل چې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د تمدید لپاره تأیید ترلاسه کړي.

که څه هم د کابل حکومت چارواکو تمه لرله چې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې به دغه تړون افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو موده وغځوي؛ خو داسې ښکاري چې ناټو نور نه غواړي د مئ له میاشتې وروسته افغانستان کې د خپلو عسکرو ژوند له خطر سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
داسي معلوميږي چي د ناټو فوځي سازمان غړو هيوادونو مشرانو او د امريکا نوي جمهور ريس بايدن په افغانستان کي ورته د بي نتيجي جګړي واقعيت او د افغان مجاهدينو نه ماتيدونکي هوډ په ګوته سوی دی ، نو دا به ورته بهتره او ابرومندانه وي ، چي د روان کال د مي مياشتي مخکي خپل قوتونه په عزت سره دافغانانو له خاوري وباسي ، او يو ځل بيا د هغه کسانو مشورو ته غوږ و نه نيسي ، کوم چي د جګړي د اور په سرو لمبو کي خپلي شخصي ګټي لټوي .

غوربندی

هیله بښونکی خبر دی او داسې ښکاري چې امریکایان نور د جوش او باټ پر ځای له هوښ څخه کار اخلي او د افغانانو خپلواکۍ ته په درنښت قائلیژي،، البته بله چاره او لاره هم نلري.

ان شاءالله چې د «رولا منډيي » بازار به نور په ټپه دریژي او ناولي دلالان به یې د بادار له سیوري سره یو ځای زمونږ له خاورې پښې سپکوي.

الحاج استاذ بیانزی

که د دوی په خوښه وی ، دوی له افغانستانه کله هم نه وتل دا نه ناټو، نه جوبایدن او نه نظم نوین جهانی دی چه د عسکرو د وتلو تصمیم ونیسی دا د استشهادی مټو زور دی امریکایی عکسر به د روسی عسکرو په شان وځی که نه د امریکا برخه لیک به د به د شوروی او د غنی برخه لیک به د نجیب د برخه لیک سره مخ شی. غنی اخری درجه غلام، ناتو دوم نمبر غلام او بایدن دریم نمبر غلام دی د اسلامی امارت سره نظم نوین جهانی تقابل کی قرار لری . په کار… نور لوستل »

مجاهد

خامخا به یی ملاتړ کوی چه له ورپیښو ستونزو وژغورل شی سوپر باوری تری د طالبانو یو کوچنی ګروپ ترلاسه کړه له دی وروسته به هر خس او خاشاک خوله لاسونه ورننیابسی ، هغه ویره نوره ورکه شوه چه د امریکا له نومه به هیوادونه داریدل اوس یی کوریا هم پروا نه لری او زمکه ورته دربوی . چه څوک پیدا شی او دا زخمی او به پښو شل لږ یو ځای ته ورسوی ولی به خوشاله نه وی ، زه نه وایم چه د دی حالت سره اوس مخ شوی که له هوشیاری او عجلی کار وانه اخلی د… نور لوستل »

دوکتور غروال

شاباش مجاهده ؟ چی اوس دی خپله کڅوړه ډالرو ته مخ ته کړه او هیله دی ښکاره کړه چی تاسی ته د خلیلزاد جاسوس څخه زیاتره ډالر درکړی شی او بیا شرط هم ایږدی چی امریکا ته هر څه ووائي نو هغه ئي باید ومنی اما حافظه د حریصی له کبله ضعیفه شوی دی تاسو تر اوسه دا چتله دنده اجراکوۍ او نتیجه ئي د افغان ملت تباهی سبب شوی دی !!!! د خپل توان څخه بی ځایه خیزونه مه اچوه او د خلیلزاد سره رقابت به د لنګی مات کړی ، حریصی په اسلام کښي منع دی !!!! دا… نور لوستل »

طاهر ثابت

یو داکتر داسی لیکنی باید ونکړی.

دوکتور غروال

د مجاهد ؟ کامنت امریکا ته د خدمت لپاره د ډالرو په عوض nunn asia له خوا اوس لیری کړشوۍ دی بلی دلته هم معاملی روانی دی ، دداسی کس چی ځان اعلی ترین مسلمان او مجاهد معرفی کوی نو دداسی کس داسی مردودو هیلو مقابل کښی باید همداسی په واضحو ټکیو ورته نوشته شی !!!!

مجاهد

ثابت صاحب ډیره مننه، چه د غروال دکتوری دی د هغه له کوچنی تبصری معلومه کړی چه داکتر نه دی . زه یی له نزدی پیژنم چه داکتر نه دی هماغه د خواښی خسر کورته د یو کم عقل زوم ته ورته لوی لوی نومونه ( غروال ، داکتر ) کاروی او بی خلطنی ‌‌ډزی کوی زما تبصره یی لوستلی هم نه ده او یا یی لوستلی مګر پشتو یی سمه زده نه ده او که مغزو یی کار پريشی ګډو وډو ته یی مخه کړی . مونږ د امریکایانو ناپوهی ته ګوته نیولی چه امریکایان خطا وتی او که… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x