نړۍ

دقذافي زوی، سیف الاسلام ونیول شو

نن ټکی اسیا/ دلیبیا ددفاع وزیر محمدالعلاقي د لیبیا دپخواني ولسمشر معمر القذافي دزوی سیف الاسلام دنیولو خبر ورکړ.

نوموړي په خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې سیف الاسلام یې د هیواد په جنوب کې داوباري  په سیمه کې چې یوه صحرایې علاقه ده، نیولی دي .

 

همدارنګه د په سیمه کې دپولیسو مشر بشیر العطیني هم دنوموړي دنیول کېدو پخلی کړي او ویلي یې دي چې له سیف الاسلام سره دوه تنه نور  چې دده نژدې ملګري وو، له نیولو ورسته خوندي ځای ته نقل کړي دي .

 

دلیبیا جنایې محکمې په لیبیا کې دمظاهرو په دوران کې دنوموړي د غیرانساني کړنو له امله دده  دنیولو امرکړی وو .

عابرمسافر/نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x