افغانستانسولې اړوند خبرونه

ضمیر کابلوف له باجوه سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» اسلام اباد ته تللی دی او هلته یې د یاد هیواد د پوځ له مشر «جنرال قمر جاوید باجوه» سره لیدلي او د نورو موضوعاتو تر څنګ یې د افغان سولې په اړه هم خبرې کړې دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو،  سیمه ییز امنیت او په ځانګړي ډول د افغان سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي او باجوه په افغانستان کې د سولې تامین د سیمې په ګټه بللی دی.

په دې لیدنه کې کابلوف د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې دي او د پاکستان-روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله یې څرګنده کړې.

دغه لیدنه داسې  مهال ده چې د افغان سولې دوهم پړاو خبرې په دوحه کې پیل شوې دي؛ خو د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو لا هم پکې د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوی دی.

ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ټینګار کړی و، چې امریکا  باید له طالبانو سره  په دوحه کې لاسلیک کړې هوکړه عملي کړي او په افغانستان کې د یوه «لنډمهاله ائتلافي» حکومت جوړېدو ته زمینه برابره کړل شي.

کابلوف ددې تر څنګ امریکا تورنه کړې و ه، چې په افغانستان کې د خپل حضور د دوام لپاره بهانې لټوي او پر طالبانو د هوکړې د نقض تورونه لګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

سوله د افغانانو ده او خبری څوک په کوی؟

طوطی

وطنه څومره یی خوار کړی چی اوس روس او هغه پاکستان چی یوه ورځ یی شعار دا وو: (مجاهدین افغانستان، دفاع پاکستان) سره کینی او زمونږه پر سرنوشت سره خبری کوی. دا ټول د یو څو وطنفروشه خاینو او جاسوسو له لاسه.

مجاهد

د رویانو له ماتی وروسته روسان هم له افغانانو او هم له اامریکایانو ډاریدل د طالبانو پنځه کاله حکومت کی یی د طالبانو ْد بده خبره خو خیر د ښی خبری کولو جرات هم نه درلود ویل داسی نه چه به طالبانو بده ونه لګیږی او د روسی فیدرینشن مو لاس په سر نه شی . فکر یی کولو چه افغانانو دومره وسلی او ډالر د کومه کړل دا خو امریکا ورکول ، نو له امریکا د ډالرو او وسلو هم داریدل تر دی چه کله امریکا افغانستان اشغالولو، بیغیرتو روسانو د دی په ځای چه له امریکا غج واخلی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx