نړۍ

امريکا له ایران سره پر اټومي تړون د خبرو لپاره تياری ښوولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن ويلي، که ایران د اټومي تړون پوره کول غواړي، نو امريکا هم بېرته په دې تړون کې ګډون کولی شي.

د امريکا په شمول پنځو سترو قدرتونو په ۲۰۱۵ کال کې له ایران سره اټومي تړون لاسليک کړی و.

د دغه اټومي تړون موخه دا وه، چې ایران د يورانيمو له غني کولو او اټومي وسلو له جوړولو راوګرځوي.

خو د متحده ايالتونو پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په وروستيو کې په يو اړخيزه توګه له اټومي تړونه د وتلو پرېکړه کړې وه او دا تړون يې د امريکا په زيان بللی و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اوس يو ځل بيا ويلي، چې واشنګټن چمتو دی د اټومي تړون په اړه له ایران سره خبرې وکړي.

د واشنګټن له لوري له ایران سره د اټومي تړون په اړه خبرو ته چمتووالی د بايډن ادارې په تګلارې د بدلون ښکارندويي کوي.

تر دې وړاندې د امريکا نوي ډيموکراټ ولسمشر جو بايډن هم ويلي و، که ایران په اټومي تړون کې پر کړو ژمنو عمل وکړي، واشنګټن به يو ځل بيا د دې تړون برخه شي او اوس يې د بهرنيو چارو وزير هم ورته وړانديز کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د اټومي تړون د نورو ګډونوالو هېوادونو برتانيې، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيرانو سره هم د ويډيويي کنفرانس له لارې په دې اړه خبرې کړي دي.

د څلور واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي،که ایران اټومي تړون ته ژمنتيا وښيي، نو واشنګټن به هم تړون ته ژمن پاتې شي او په دې اړه به له تهران سره خبرو ته دوام ورکړي.

د ۲۰۱۸ کال په وروستيو کې، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يو اړخيزه توګه له دې تړون ووت او پر ايران يې نوي بنديزونه ولګول، تهران هم په ۲۰۱۹ کال کې له تړونه سرغړونه پيل کړه او د يورانيمو غني کول يې زيات کړي دي.

د ایران غبرګون:

د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د انټوني بلينکن د دې څرګندونو هرکلی کړی او وړانديز يې کړی، چې لومړی ګام بايد امريکا واخلي.

محمد جواد ظریف، د ایران د بهرنيو چارو وزير

جواد ظريف ويلي، چې د ټول مسؤوليت پر ایران د اچولو پر ځای بايد امريکا او اروپايي ټولنه هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي او پر ایران لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

اټومي تړون کې څه دي؟

د ایران او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پنځو مستقلو غړو هېوادونو او جرمني ترمنځ دا تړون په ۲۰۱۵ کال کې لاسليک شوی، چې يو شمېر بندونه يې په لاندې ډول دي.

ایران به له پنځه سلنه زيات يورانيم نه غني کوي او تر منځنۍ کچه د غني شوو يورانيمو زېرمې به له منځه وړي.

د اراک سيمه کې پر اټومي پروګرام به نور کار نه کيږي.

د اټومي وسلو د څار نړيوالې ادارې څارونکو ته به اجازه ورکول کيږي، چې هره ورځ له اټومي بنسټونو څخه ليدنه وکړي.

که ایران په پورته ژمنو عمل وکړي، پر ایران به نوي بندیزونه نه لګول کيږي.

د ګرانبیه کاڼو او هوايي کرښو اړوند ځينې لګېدلي بندیزونه به پورته شي.

د ایران د تېلو د پلورلو روانه اندازه به پر خپل ځای وي، چې له امله به يې د ایران خزانې ته څلور ميليارده او دوه سوه ميليونه امريکايي ډالر ورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx