شعـــــرونه

څه سپینه تګلاره دې بدله کړه/ ملنګ

دانش ملنګ

څه سپینه تګلاره دې بدله کړه
لاړې دپردیو لار دې خپله کړه

هېره دې کړه تېره زمانه ولې؟
څه سنت اوږده ږیره دې کله کړه

حشر ته دې خپله ستونزې وکتې
ځان ته دې درنه د بدو تله کړه

تاته خو مو یاره ډېرې هيلې وې
تاپه بوت خانه کې ډيوه بله کړه

سپین او تور دې یو مـېزان کې وتلل
ډکه له حرامو دې منګوله کړه

ښه! دانش ملنګ ګیله له چا وکړم؟
تا چې لاره چپه له منزله کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx