شعـــــرونه

سوله مه غواړه د بل چا په مړوند/ ضعيف

عبدالسلام ضعيف

سوله مه غواړه د بل چا په مړوند
چې دې دين دنيا خراب نه کړي پيوند

د بل چا د زړه له رازه خبر څوک سي
چې به څومره زړه له حاله وي دردمند

د زړه راز په زړو کې ډېر ځله پاتيږي
د باوړ زړونه يو نه دي د روند

لوی مشکل د بدګمان سره دوستي ده
ياري ګرانه د فقير او قدرت مند

اعتماد چې جوړوي کسب يې ګران دی
تر څو ونه سي د ټول عمر سوګند

که نصرت د چارو غواړې زړه صفا کړه
په عزت کې سه د کلي عزتمند

ملک ته سوله موږ ته سوله ځانته سوله
که چا راوستل هغه دی هنرمند

د مخرب، مغرض، فاسد لاسونه پرې کړي
جوړوي چې افغانان توکي د سوند

صداقت لکه جوهر نه ليدل کيږي
د غرض په توګه نسې راڅرګند

نيت د سولې د عمل ښودنه غواړي
هر طرف به سي په صدق کې سودمند

په پروسه د سولې هم باور کميږي
ترڅو ونه سي په کلي کې اوربند

چې د ژوند رنګينې پرې نږدې ضعيفه
حقيقت به چېرې درک نکړې د ژوند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx