نظــر

افغانستان ګنې باسوادو وران کړی؟

اجمل ښکلی

زموږ يو سټيروټايپ (ټولنيزه کليشه) دا دی، چې افغانستان باسوادو وران کړ. مثلا که دا موږ يو واقعيت وګڼو، بايد برعکس يې سم وي، چې که ټول افغانان بېسواده وای، افغانستان به اوس په پرمختګ کې تر چين مخکې وای؛ خونه بشري تاريخ او زموږ اوسنی عيني وضعيت دا خبره مني.

بشري تاريخ راته وايي، چې ملتونو هله پرمختګ کړی، چې د علم ځواک يې موندلی دی. کوم ملتونه چې دا ځواک نه لري، د ځواکمنو تر پښو لاندې دل شي. زموږ ستونزه دا ده، چې موږ پوهې ته د تقدس پوښ وراغوستی او د سقراط غوندې فکر کوو، چې که چا علم ترلاسه کړ، هغه بدي نه کوي. يعنې علم و نيکي مو سره هممانا کړي؛ خو په واقعيت کې داسې نه ده، له علم سره تل د ابادۍ اراده نه وي تړلې، ممکن علم د بربادۍ لپاره هم وکارېږي او ښايي د خلکو سترګو ته د بېسوادۍ خاورۍ هم وشيندي. په ډېرو هېوادونو کې دا بېلګه موندلای شو، چې پر زده کوونکو د سياسي ګټو لپاره د پوهې په توګه د خپل او نړۍ د تاريخ، وضعيت او کولتور په اړه خپل نرټيو د نصاب او رسنيو په لوښي کې خرڅوي، چې فارغانو ته يې کټمټ رښتيا ښکاري او نړۍ او ځان ته له همدې زاويې ګوري. دا ډول فارغان که څه هم ليک لوست کولای شي؛ خو د باسوادۍ او علم په ايډيل تصور کې نه دي شامل او تش مقلدين دي.

په کومو هېوادونو کې چې پوهان ازادي ولري او مسلط نرټيو وننګولای شي، هلته بيا د دې ډول بېسوادۍ مخه نيول کېدای شي، ځکه چې د نقد له لارې د بېلابېلو ايډيالوژيو، نظريو او نرټيو سم او ناسم اړخونه رابرسېره کېږي او خلک د مشرانو په غوراوي او لاسنيوي کې محتاط وي.

که له دې ګوټ نه خپلې پاسنۍ ټولنيزې کليشې ته وګورو، زموږ کوم باسواده چې د افغانستان د ورانولو مسؤول ګڼل کېږي، څومره او څنګه باسواده وو؟ د خلق و پرچم او اخواني ګوندونو زياترو مشرانو د خپلو ايډيالوژيو دقيقه مطالعه نه درلوده، له عيبونو يې خبر نه وو او مهمه دا چې د ټولنپوهنې او تاريخ له پلوه يې د افغاني ټولنې، چې دا ايډيالوژۍ پکې تطبيقېدې، ښه مطالعه نه درلوده، دې ته يې پام نه و کړی، چې د يوې آب و هوا بوټی ښايي په بله کې مېوه و نه لري.

پخپله د علم تعريف او کچې هم ستونزه جوړه کړې. په ډېرو ساده ټکو علم د يوه څه په اړه د معلوماتو درلودل دي. داسې نو يو کسبګر هم، چې د خپل کسب او د کسب د اړوندو شيانو د کيفيت په اړه پوهه لري، د عالمانو په ډله کې راځي. که علم يوازې د ليک و لوست زده کړه وي، بيا د عريضو ليکونکي هم عالمان دي؛ خو علم تر دې مخکې ځي. د علم په اړه زموږ ايډيل تصور دا دی، چې له علم سره سياسي او تاريخي شعور تړلی وي؛ خو زموږ علمي مرکزونه ګنې دا وړتيا لري، چې د خپلو زده کوونکو د شعور سطح لوړه کړي؟ سملاسي خو يې ځواب “نه” دی، ځکه چې له نصاب او د علمي مرکز او استاد له شيوې خو داسې نه ښکاري؛ نو د دې مرکزونو فارغانو ته ګنې د علم په واقعي او تاريخي مانا باسواده ويل کېدای شي؟ که دوی سبا توپک ته لاس کوي، نو په اړه به يې دا قضاوت سم وي، چې افغانستان باسوادو وران کړ؟

که “افغانستان باسوادو وران کړ” سټيرو ټايپ لږ نور هم راوسپړو او له واقعيت سره يې وګورو، نو ويلای شو، چې د افغانستان په ابادۍ کې لويه ونډه د باسوادو ده. لوی لوی پرمختيايي کارونه ګنې بې له سواده ممکن دی؟ تاسو په شلمه پېړۍ کې افغانستان د يوه ملي هويت په ورکولو کې د پوهانو ونډه وګورئ، له محموده طرزي نه واخله تر کهزاد صاحب او له کهزاد صاحب نه واخله تر الفت صاحب او سلګونو نورو پوهانو پورې، چې په هره برخه کې يې افغانستان ته يوه ځانګړې فرهنګي څېره ورکړه او افغان ځوان يې د هويت له رواني ناورين نه راايستلی. هغوی ګنې باسواده نه وو؟ په اصل کې باسواده هغوی وو او د هغوی ګټو ته که وګورو، “افغانستان باسوادو وران کړ” سټيرو ټايپ بايد نور خځلنۍ ته وغورځوو.

که بېسواده او باسواده له منځه وباسو، نو ويلای شو، چې افغانستان په اصل کې بېسوادۍ وران کړ. که د بېسوادې کچه په افغانستان کې دومره لويه نه وای او ټول نفوس يا يې لويه برخه د سواد په واقعي مانا باسواده وای، نو د خپلو بېسواده باسوادو مشرانو تبر ته به يې لاستي نه اچولای او هغه د دروېش خبره:

چا به هسې ويل، يار لره دې بيايم

زه دروېش به په رښتيا پسې روان شوم

هسې هسې به په چا پسې نه تلل، فکر به يې کاوه، د خلکو خبرې به يې تللې، په انتقادي نظر به يې ورته کتل، په ظاهره د هرې سپېڅلې ايډيالوژۍ تر شا به يې ناولې موخې ليدلی شوای. کوم ملتونه چې دا ډول سواد ولري، هلته هم انقلابونه او جګړې راځې؛ خو د هغوی اکثريت په دې پوهېږي، چې د کوم وطن په ونه کې چې موږ ځالې جوړې کړې، که په همدې ونې پسې تبر راواخلو، نو خو انجام يې همدا زموږ بربادي ده، ځکه خو سره ژر بېرته کېني، سلا شي او د خپلو شخصي ګټو پر ځای د وطن ګټو ته اهميت ورکړي، قوانين جوړ کړي او بيا يې ښه په کلکه وپالي.

“افغانستان باسوادو وران کړ” سټيرو ټايپ کې يو تضاد دی او هغه دا چې له باسوادو د وطن د ابادۍ هيله کېږي؛ خو دوی وران کړ. له علم نه هله د ابادۍ هيله کېدای شي، چې شعور او د ملت مينه ورسره وي، د هغه کورنۍ او علمي روزنه داسې شوې وي، چې د هېواد له مينې سرشار وي.

دا سټيرو ټايپ يوازې دا چې دقيق نه دی، تاوان هم لري. يو تاوان يې دا دی، چې د يوه هېواد د وګړيو زړونه له علم او په نويو زده کړو له سمبالو ځوانانو توروي، چې دا يوه ملت ته ښه پايله نه لري. سټيروټايپونه د سياسي موخو لپاره کارېږي او د يوه پوړ له خوا يا د يوه ملت پرخلاف کارېدای شي، ځکه چې د يوې ټولنې د فکر معيارونه وي. هغوی دنيا ته له همدې کړکۍ ورګوري، مثلا د ګل خان سټيروټايپ چې د پښتون د ساده، نالوستي او بې فرهنګه ښودو موخه پکې پټه ده او پښتون او د هغه فرهنګ، ژبه حاشيې ته ټېل وهي او د کمترۍ په احساس يې اخته کوي. همداسې د ښځې د کمزورې، د ښاري د څالاک، د کليوال د ساده، د نورو قومونو د بې غيرته ګڼلو او… سټيروټايپونه هم دي.

سټيروټايپونه د يوې ټولنې ذهنيت ښيي او زياتره له يوې انګېرنې سرچينه اخلي، چې له واقعيت نه ممکن لرې وي. دا سټيروټايپونه د يوې ټولنې د وګړيو فکر ته لوری ورکوي او فکر کول ورته اسانوي، چې د روږدېدا له امله ورته زموږ نه پام کېږي؛ خو دا د ځينو خلکو په ګټه او ممکن د ځينو ټولنو په تاوان وکارېږي.

که خپل سټيروټايپونه د کره کتنې رڼا ته راوباسو، د خپلې ټولنې د ذهنيت په سمولو کې مرسته کولای شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

بیسواده دغه خبری کوی اصللاً ملک بیسوادوخراب کۍ جرمنی ،جاپان ددنیاپرمختللی ملکونه دی یوداخلی بیسواده نلری سواددۍ چه طیاره جوړه وی بیسواده دخره ریړۍ هم نسی جوړولافقط حیوان ناطق دۍ نن ورځ سیواد والابیسواده دمځکی پرمخ ژوندته نه پریږدی ورته وایی ولی دژوندیوریزق خورۍ لکه په امریکاکی چه یی ټول پخوانی امریکایان چه بیسواده ووله منځه یووړل ، زموږملایان چه یوه بغدادی قاعده یی دخپل ژوندپه ټول امرکی ویلی وی دقرآنکریم په معنی نه پوهیږی فقط لکه توتی دمخی وایی خبرندۍ چه الله څه حکم کوی خلک یی مولیی صاحب بولی دده اودخره دریړۍ وان فقط دونه فرق وی چه… نور لوستل »

غ.حضرت

وروره په زړه پوری بحث دی مطرح کړئ دئ. دا مقوله هر بنی آدم د زړه له کومی منلې ده ” علم رُڼا ده “. زموږ په وطن کی ” علم ” او ” سواد ” دوه بېل بېل مفاهیم ګڼل کیږی ، د پر مخ تللو هیوادو خلاف، زموږ په وطن کی باسوادان د ځینو اجتماعی او حتی سیاسی ناکراریو د ایجاد مسئولین او عاملین دی. د مثال پتوګه: زموږ د هیواد بې سواده کسان تقریباً ټول د عقیدې او وطنی روحئې او انسانی عاطفې له نظره ډېر سپېڅلی خلګ دی خصوصاً پښتون قام ( البته زه د قام… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x