ټولنیزه برخه

د حسن البصري او دکاندار ګټوره کیسه

حامد افغان

وتلی امام او تابعي حسن البصري رحمه الله وایي: مکة مکرمة کې یوه رخت پلورونکي دکاندار ته ودریدلم چې رخت ورنه واخلم، هغه په سختو قسمونو سره د رختونو صفتونه راته پیل کړل، نو ورنه روان شوم، سودا مې ورنه ونه کړه، مال له داسې قسم خواره نه سودا په کار نه ده. او ولاړم له بل دکانداره مې سودا واخیستله.

امام رحمه الله زیاتوي: له دې کیسې دوه کاله وروسته بیا حج ته ولاړم، د سودا لپاره چې بازار ته ووتلم هماغه دکاندار ته ودریدلم او رخت مې ورنه وغوښت، خو دکاندار چوپه خوله و! نه یې د رختونو صفتونه کول او نه یې قسمونه خوړل! ورته ومې ویل: زه دوه کاله مخکې درته راغلی وم، تا د خپلو رختونو صفتونه او قسمونه راته کول اوس ولې داسې خاموش ناست یې؟!

دکاندار راته وویل: زما یوه ښځه وه، که کور ته به مې کم شی وروړ؛ سپک به یې ګاڼه، که ډېر شی به مې وروړل؛ کم به یې بلل، نو الله ماته وخت راکړ، هغه ښځه مې مړه شوه او بلې سره مې واده وکړ. نو کله چې سهار بازار ته راوتلم، هغې له جامو کلک ونیولم او راته ویې ویل: وه سړیه! الله نه ووېرېږه، پر موږ حرام مه خوره، که موږ ته لیږ شی راوړې؛ ډېر به یې ګڼو او که هیڅ شی هم رانوړې؛ موږ په وړیو ورېشلو مرسته درسره کوو! المجالسة وجواهر العلم للدینوري:2091

له حرامو ځان ساتل د هر مسلمان/مسلمانې وجیبه ده، څرنګه چې مېړه او مېرمن یې دواړه په ګډه د ژوند بار پر اوږو وړي او د ژوند په ګڼ شمېر برخو کې د یوه بل مرستندویه وي؛ پر دواړو لازمي ده چې د حلالې روزې ترلاسه کولو کې هم دواړه د یوه بل مرستندویه واوسي، زموږ ټولنه کې عموماً ګتندوی سړی وي، ښځه که نور هیڅ نه شي کولی اقلاً خپل خواهشات دې کنترول کړي، ډېرې غوښتنې دې کمې کړي او خپل مېړه باید حلالې روزې ته وهڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx