نظــر

مدنی سیالی

لیکوال: نعمت الله اسحق

ملت‌اودولت هغه مفاهیم دی چی په سیاسی قاموس کی اوږد تاریخ لری،سیاسی ټولپوهان دملت اودولت دمفاهیم په اړه وایی ملت اودولت زیږنده دبشریت دپیدایښت سره یوځای دانسانانوپه سیاسی اومدنی ډګرکی ځای موندلی دی،حتی پخوانی ټولنی په ډیره ابتدایی ډول ددغو سیاسی مصطلحاتوسره آشناول  اوپه یوډول سره یی کلاسیکه حقوقی نظام تابع ول.

خوهغه ډول سیاسی ماحول چی دولت اوملت ترمنځ سیاسی راکړه ورکړه چی په اوسنی ویشنه ځانګړی شوی دی مخکی نه ووبلکه دولت،حاکمیت،شاه ،سلطان امپراتوری ملت ته دخدای اودځمکی پرمخ واکمنی یا الهه بلل کیدل اودهغه دفرامینونه سرغړونه ددوی لپاره  ګناه ول شاه ددوی په منځ کی دقداست مرتبه درلودل.

دلته ووچی مدنی مبارزه یاهم نوری سیاسی باورنونه چی په یوډول دملت اودولت ترمنځ اړیکی اودقدرت دویش په اړه بیل بیل کړنلاری اواصول وړاندی کول،نه ول مطرح،تنها هرڅه دواکمنی په ګټه تعریف اوختمیدل،ملت تنها اړوچی ددولت قداتست اوپاکتیاته درناوی وکړی اوتل ددشاه په خدمت کی وی.

یعنی دایوډول ټولنیزه باوروانتظارنه کیدی داسی وخت به راشی چی دولت به ملت اوخلګوته مخه کوی اوبیابه دملت دغوښتنوسره سم واکمنی ته رسیږی ،اوکه ووهغه شاید دیوشمیرسیاسی اوفلسفی مکاتب ترسرحده پری بحث کیدی ولس سره اصلاداسی فکرنه وموجود.

امپراتوری،مطلقه شاهی،استبدایی،مشروطه شاهی،ولسواکه ،نیمه ولسواکه ،انقلابی ،صدارتی اوهغه سیاسی سیتمونه چی په اوسنی پیړی کی دحقوقی سیستمونه نه په اخیستنه ددولت اورعیت سیاسی اومدنی حقوق اومکلفیتونه تعریفه وی شاید دهغو لومړنیوسیاسی نظریاتو،مدنی مبارزو،اصلاحیاوولسواکه هڅواوسیاسی مخکښوپوهانونه دمبارزواوسرښندونوپایلی وی چی اوس مونږدی ته اړوڅوچی ددولت اوسیاسی واکمنی ترڅنګ دملت سیاسی برخلیک په اړه موضوع ددغی لیکنه په لمن کی راونغاړو.

یقینا په ولسواکه سیاسی جوړښت کی ملت دسیاسی برخلیک مهمه اواساسی برخه جوړه وی اواولسواکی دملت اواولس دګډون پرته ولسواکی نشی بلل کیدای په حقیقت کی دیونان دیمکراسی اصطلاح چی په پښتوکی ورته ولسواکی وایی ددی مفهوم وجه تسمیه هم ددغه معنی څخه سرچینه اخلی یعنی ولسواکی دولس واکمنی دخلګوپه خوښه حاکمیت هغه سیاسی سمبول چی ټول رعیت خپل اراده ددغه نظام په هنداره کی ګوری.
اوس پوښتنه داده چی آیاولسواکه نظام یو انتزاعی باوردی اوکه تش دیوشمیرسیاسی ټولنپوهانوله خوا دیوسیاسی تیوری په توګه وړاندی کیږی اوبس که نه په تولنه کی ددغه سیاسی مفهوم دپلیکیدولپاره شرایط برابردی .

اولسونه دښه سیاسی برخلیک دټاکلویوازینی دحل لاره هم داده چی ولسواکی  ته مخه کړی اوددغه سیاسی نظام داصولود ودی لپاره اسنتیاوی برابری کړی .

دولسواکی لپاره دساتنی اواصولی کړن لاروڅخه یو هم مدنی سیالی ده چی دملت له خوا دواکمنی پروړاندی کارول کیږی مدنی خوزښت او مدنی اعتراض هغه سیاسی اوولسواکه غچ اخیستنه ده چی که چیری دخپل اصولو اوقواعدوله مخی ترسره شی په یقینی توګه مثبتی پایلی لری اوترڅنګ دولسواکی دسیاسی ثبات دپیاوړتیا په برخه کی مرسته کولای شی .

ولسواک غوښتونکې ټولنی باید دولسواکه قوانینوپه تصویب ولس ته دمدنی غبرګون زمینی برابری اوعامه پوهاوی ترسره کړی اوهمدارازدتاوتریخوال پرځای مدنی دوددیودیمکراتیکه اصل په توګه په ټولنه کی وټوکه وی .

معمولاپه ولسواکه ټولنو کی مدنی اعتراض دوخت دواکمنی پروړاندی دیومدنی نارضایتی په توګه کارول کیږی چی په هیوادونوکی ددغه نارضایتی دڅرنګوالی ډولنوبیلابیل‌دی‌دبیلګی په توګه  لاریون،کاری اعتصاب ،دنه خوړلواعتصاب،داعلامیوخپرول،تحصن‌په غربی اوارپایی نړی کی بیا لدی وړاندی ځی دیوالونوپرمخی داعتراضی انځورګری،ښاراوچوکونوباندی دپسترونوځوړول اویاهم موسیقی چی په اصطلا ح کی ورته رپ وایی اوداسی نورډولونه دمدنی نارضایتی ډولونودی چی دنړیو په ډیریو ولسواکه هیوادنوکی ترسره کیږی.

په افغانستان کی هم ورته دمدنی نارضایتی ډولونه لیدل کیږی چی مهمه ډول یی دالله اکبرویل دی دغه شعاردنارضایتی سربیره په ټولنه کی داسلامی روحیی دیوالی به موخه په زیات شمیراعتراضیه غونډواو لاریونوکی کارول کیږی داچی افغانستان یواسلامی هیواد دی اووګړی اسلامی  ارزښتونوته خورادرناوی لری په روانی لحاظ هم داډول اعتراض سرورکونه مثبتی پایلی دځان سره لری اوپروړاندی ددولت اراده کمزوره کوی .

خوپه ورستیوکی داخبره لازمی ګڼم که څه هم مدنی مبارزه په لومړیوکی ستونزمن اوستړیدونکی بریښی خوپه نړکی کی عملی تجربی ښه يې چی اوږدمهال مدنی نارضایتی دخپلوحقوقو اوغوښتنوپه موخه ددولت پروړاندی کولای شی معترض ډله خپلو غوښتنوته ورسوی .

نعمت الله اسحق
دبهرنیوچارووزرات
1393/4/22

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x