شعـــــرونه

ته مې تور یې د عینینو محمده!/حلميار

حمدالله حلميار

ته مې تور یې د عینینو محمده ﷺ
ته سردار یې د کونینو محمده ﷺ

چې پرې اخلم ستا نامه خوږه لګیږي
لکه شات پر شفتینو محمده ﷺ

ستا خواږه خواږه یادونه پکې ګورم
زه چې ځم تر حرمینو محمده ﷺ

زه او ټول دار و مدار مې درنه ځار شه
راته ګران تر والدینو محمده ﷺ

حلمیار به یې رانجه کړمه د سترګو
خاوري ستا د قدمینو محمده ﷺ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx