شعـــــرونه

وي پرتا دې بارانونه درودونه/ زهاد

تپاند زهاد

وي پرتا دې بارانونه درودونه
څاڅکي څاڅکي دریابونه درودونه

چي الله دې پیدا کړي په خبر دي
ټول زرې زرې ریګونه درودونه

که انجیل دی که تورات او که زبور دي
د قران ټوله حرفونه درودونه

چي الله وي پر دا مځکه راشنه کړي
وني بوټي ټول ګلونه درودونه

له ادمه تر دي دمه چې پیدا دي
فرشتې واړه روحونه درودونه

وې ډالۍ دي محمده ستا و روح ته
سمندر واړه څکونه درودونه

صدقه دې شم (تپاندزُهاد) حبیبه
د الله ټول کتابونه درودونه

صلي الله علیه واله وصحبه وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx