افغانستان

کای آیډې: د بهرنیو عسکرو وتل او پاتې کېدل افغانستان کې د مذاکراتو د ناکامۍ سبب ګرځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ملکي استازي کای آیډې د ناټو د دفاع وزیرانو وروستۍ بې نتیجې کنفرانس ته په اشارې ویلي، چې افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل او هلته پاتې کېدل دواړه د سولې مذاکراتو د ناکامۍ سبب کیږي.

نوموړي په یو ټویټ کې ویلي، د ناټو له ناستې وروسته باید امریکا راتلونکي دوه میاشتې ددې لپاره وکاروي چې د طالبانو او کابل ترمنځ خبرې پر رغنده لارې برابرې شي.

کای آیډې که څه هم ددغو خبرو په کامیابۍ باور نه لري؛ خو ددې لپاره هڅې مهمې ګڼي.

د هغه په باور د سولې مذاکراتو د پرمخ بیولو په صورت کې به امریکا او ناټو وکولای شي چې افغانستان کې پاتې شي یا ووځي؛ خو دغه دواړه اپشنونه کیدای شي د سولې مذاکراتو د ناکامۍ سبب شي.

ددې ټولو په سیوري کې افغانستان لپاره د ملګرو د ملکي پخواني استازي کای آیډې طالبان او ویشل شوی حکومت د بریا لپاره کمزوری اساس بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر د میونخ په امنیتي کانفرانس کې په ښکاره وویل: «زما اداره د هغې روانې ډیپلوماټیکې پروسې څخه په کلکه ملاتړ کوي چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه پایته رسوي.»

که څه هم د کابل حکومت چارواکو تمه لرله چې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې به دغه تړون افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو موده وغځوي؛ خو داسې ښکاري چې ناټو نور نه غواړي د مئ له میاشتې وروسته افغانستان کې د خپلو عسکرو ژوند له خطر سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

همدی ته وایی چه امریکا د [ پان او پړانګ ] ترمنځ بنده پاتی ده که مخی ته ځی له پاڼه ښکته لویږی او که شاته ځی پړانګان ورته ولاړ دی . وایی پردی کټ د نیمو شپو وی ، افغانستان دوی خپله خاوره او ملکیت شمیرولو ځکه یی پری تریلونو ډالر ولګول د هغه تریلونو زیاته برخه تری همدغه غلامی او فاسدی اداری خپله کړه امریکایانو فکر کولو چه خلک به استثمار شی او لا به د زمکی لاندی باندی زیرمو او شتمنیو څه ترلاسه او لا به یی د نشه توکولو له تولید او قاچاق څخه څه ترلاسه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x