افغانستان

طالبان: د تاريخي اثارو ساتنه، پالنه او بهر ته يې د قاچاق مخنیوی وکړئ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): د طالبانو مشرتابه خپلو مسؤولينو او ټولو جنګياليو ته امر کړی، چې د افغانستان تاريخي اثارو ساتنه، څارنه او بهر ته د قاچاق مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له رسمي ادرسه رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې خپلو ټولو واليانو، ولسوالانو، د قطعو مسؤولينو، دلګۍ مشرانو، عامو جنګياليو او ټول ولس ته سپارښتنه شوې، چې تاريخي اثار د هېواد د هويت او بډايه فرهنګ مهمه برخه ده او ټول يې بايد په کلکه څارنه او پالنه وکړي.

په اعلاميه کې راغلي، چې د هېواد په هېڅ ځای کې د تايخي اثارو د کيندلو، قاچاق او پلورلو اجازه نه شته او نه بايد څوک له دې لارو د ګټو تمه وکړي.

اعلاميه زياتوي: « ــ ټول مجاهدین دې د قدیمي آثارو د کيندنو مخنیوی وکړي، د تاریخي ځایونو، لکه زړې کلاوې، تاریخي منارونه او برجونه او نورو پخواني ځایونو ښه مراقبت دې وکړي چې له تخریب، ویجاړۍ او ضرر څخه مصئون شي.»

اعلاميه کې راغلي، چې د تاريخي اثارو د څار او ساتنې مسؤوليت د طالبانو فرهنګي کميسيون ته سپارل شوی او ټولو مسؤولينو او جنګياليو ته سپارښتنه شوې، چې په دې اړه له فرهنګي کميسيون سره مرسته او همکاري وکړي.

طالبانو دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په هېواد کې د تاريخي اثارو او قيمتي ډبرو قاچاق او تاريخي ځايونو کيندنې زياتې شوي او د يو شمېر بهرنيانو په شمول ګڼ شمېر زور واکان او په ځينو سيمو کې حکومتي مسؤولين هم په دې چارو کې لاس لري.

څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني هم د تاريخي اثارو د ضايع کېدو اندېښنه ښکاره کړې وه او ويلي يې و، چې د باختر د سرو زرو تاريخي خزانه بايد د امانت په ډول د څه وخت لپاره يوه باوري هېواد ته وسپارل شي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د نيويارک ټايمز په شمول ګڼو بهرنيو رسنيو د افغانستان تاريخي اثارو د ضايع کېدو او له منځه تلو په اړه اندېښنې ښکاره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

You love your country, you love your history

Thank you Talib Jan

Khan

او ورانولو کی یی سنگه یاستئ خدائی مو وشرموه

طوطی

هغه یو متل چی وایی: د هندو له کوره قرآن راووت. طالبانو خپله ناپوهی په خپله ثابته وی. هغوی پخوا جاهله او ناپوهه وه چی د بامیانو بوتان یی مات کړل هغه تاریخی اثار چی جهانی ارزښت یی درلود. هغه اثار چی محمود غزنوی او احمد شاه دورانی مات نکړل. اوس طالبان د کافرو د اعتماد لاسته راوړلو په خاطر د آثارو او تاریخی منارو د ساتلو ابلاغی خپروی. کچیری په واقعیت سره دا ثابته کړی نو بیا دا خو ښو خبر دی.

عبدالله

روز که بت های بامیان را در ک….ن تان زدین عقل تان در کجا بود شاد گل ها. به شما این گپها نمود نمیته نصوار بزنین لنگی تان را تا قف پای تان بانین بچه بازی کنین این کارها به شما نمود نمی ته انشاالله که خفه نشین.

ترين

ههههههههههههههههههههههههه سخته ټوکه ده

Farhad

طالبان عالمان ده پیغمبروورثه پدی ګڼل کیګی چی ده پیغمبر په پله پل ګدی او خلق ده خدایی لاری ته رابلی. دوی په خپل وخت کی ده افغانستان بتی اسارمات کړل او اقراریی وکړ چی نن یی ابراهیمی سنت پرځایی کړی. او س دوی ولی بیاده بتانو غم یوړل ؟ آیا دوی اوس په ابرهیمی سنتو پیښمانه دی؟ له دین نه واښتل؟ او که په ارزش یی چا پوهه کړی؟ څوک به ځواب ورکړی؟

Karwan

فرهاد وروره، موږ ټول دالله ج مخلوق يوه او هر يو له موږه دسهوي څخه خالي نه دي. نو يو انسان چه سهوه وکړي او بيا هغي ته متوجه شي او مثبت ګام پورته کړي، نو دا خو يو ښه کاردي او قابل دقدر دي. فکر کوم همدومره ځواب به کفايت وکړي. ممنه کاروان

عبدالمصور

وبښی قاچاق دی چاقاق نه

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x