افغانستان

ويسا ورځپاڼه: د بايډن اداره د غني د هيلو پر خلاف سولې ته ژمنه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): له کابله خپرېدونکې ويسا ورځپاڼې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن او د کابل حکومت د مشر اشرف غني د ټيليفوني خبرو په تړاو په سرمقاله کې ليکلې، چې اشرف غني د يو شمېر کړيو له لوري منزوي دی او د امريکا د نوي ډيموکراټ ولسمشر جو بايډن اداره د غني د هيلو پر خلاف د افغانستان سولې بهير ته ژمنه ده.

سرمقاله کې راغلي، چې اشرف غني او ټيم يې د جو بايډن بریا ته په هيله و، له همدې امله يې د افغانستان سولې لپاره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره دښمني کوله او هيله يې وه، چې د بايډن په راتلو به خلیلزاد له دندې ګوښه او د سولې خبرې به ټکنۍ شي، خو د بايډن حکومت د ښاغلي خلیلزاد دنده اړينه وبلله او پر خپل ځای يې پرېښود.

ويسا ورځپاڼه وايي، چې اشرف غني څو ځله له جو بايډن سره د ټيليفوني خبرو غوښتنه کړې، خو سپينې ماڼۍ تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د سرمقالې په وينا د بايډن اداره وايي، چې اشرف غني دې په کور دننه سياسي اجماع رامنځنته کړي او تر هغه وروسته به د سياسي مشرانو په شتون کې ورسره ولسمشر بايډن خبرې وکړي.

ويسا ورځپاڼه وايي، د بايډن اداره فکر کوي، چې اشرف غني د سولې ضد کړۍ له لوري محاصره دی او بايډن يې په يوازې توګه يې خپل سيال نه بولي.

د ورځپاڼې په باور د اشرف غني اداره له سياسي، اقتصادي او امنيتي پلوه له سختې ناکامۍ سره مخ ده او د دې ټولو ناکاميو پړه هم د امريکا پر غاړه ده؛ ځکه چې واشنګټن د همدې ناکامې ادارې ملاتړ کوي او د تېرو شلو کلونو راهيسې يې په افغانستان د اداري بنسټونو د غښتلي کولو لپاره هڅې نه دي کړي، بلکې بالعکس يې د فاسدو چارواکو ملاتړ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غنی باید امریکا باندی عریضه وکړی غنی یو غلام دی ارګ کی یی ښکته کړی ورته ویل شوی مفته خوره ، مفته اغونده ، تلویزونو ته ګوره کبابونه شرابونه نوش جان کوه حساب کتاب مه منه هر څه به درته د اسراییلو د خوانچو به شان له اسمان ( امریکا ) څخه درته راځی میلی چړچی کوه ، د افغانستان خلک استثماروه یوه برخه یی ته اخله او نوره زمونږ به حساب کی اچوه ، د امنیت ، سیاست او نظام غم مه کوه مونږ یی ضمانت کوو . اوس چه غنی د دی ټولو ستونزو سره مخ دی مسولیت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx