نړۍ

امريکايي رسنۍ د غزې په اړه د اسراييلو ښکاره پلوي کوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۳):  ډېری امريکايي رسنۍ پر غزه د اسراييلو بريدونه او بمبارۍ دفاعي بوولي، خپلو ليدونکو او لوستونکو ته دا په ذهن کې ورکوي، چې اسراييل خو يوازې له خپل ځانه د دفاع په موخه د حماس د راکټي بريدونو په ځواب کې پر غزې بريدونه کوي.

امريکايي رسنۍ د حماس راکټي بريدونه ښکاره کوي او د اسراييلو له سلګونو توغنديزو بريدونو او بمباريو سترګې پټوي.

نوموړې رسنۍ له يو پلوه د اسراييلو او حماس د ځواک ورته والی ښيي، حتی يو امريکايي تلويزون د فلسطيني مظلومانو د ويډيو په خپرولو داسې و ويل، دا اسراييل دي او د حماس له لوري پرې راکټي بريدونه شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې امريکا د اسرييلي بريدونو لپاره د جواز دلايل لټوي.

سره له دې ظلم او تېری هم اسراييل کوي او امريکاي رسنۍ د فلسطينيانو سلګونو شهيدانو، ټپيانو او ويجاړو کورونو څخه سترګې پټوي.

واشنګټن تل په خپلو رسمي څرګندونو کې جهادي ډلې حماس ته د ملامتۍ ګوته نيولې، چې پر اسراييلي بې ګناه خلکو راکټي بريدونه کوي او اسراييل اړباسي، چې له خپل ځانه د دفاع په موخه پر فلسطين بريدونه وکړي.

د واشنګټن رسمي اعلاميې هم تل د اسراييلو استازيتوب کوي او حماس ملامت بوولي.

د امريکايي ABC تلويزون تېروتنه

د امریکا ABC تلويزون وړمه ورځ د يوې فلسطيني بمبار شوې کورنۍ ويډيو داسې خپره کړه، چې، دا اسراييلي کورنۍ ده او د حماس په راکټي بريدونو زيانمنه شوې ده.

د اې بي سي وياندې وويل، چې اوس مو د يوې مظلومې اسراييلي کورنۍ له حاله خبروو، چې د حماس په راکټي بريد کې يې کور ويجاړ شوی او د خپل ځوروونکي حالت بيان کوي.

د پروګرام له خپريدو وروسته يو شمېر کتونکو پر اې بي سي تلويزون نيوکه وکړه او په سبا يې نوموړي تلويزن بښنه وغوښته او خپله تېروتنه یې ومنله.

د امريکايي رسنيو له لوري د اسراييلو د ملاتړ تر څنګ واشنګټن پوست بيا يو څه انصاف کوي او د فلسطيني کورنيو د شهيدانو او ټپيانو په اړه هم خپل حيثيت اعتبار ساتي او خبرونه يې خپروي.

نن سبا څارونکي د امريکايي ولسمشر باراک اوباما دريځ ته هم د شک په سترګه ګوري.

شپږ کاله وړاندې اوباما د اسراييلي بريدونو په اړه سترګې پټې کړې وې او د ۱۴۰۰ فلسطيني شهيدانو په وژنه يې ځان غلی نيولی و. له همدې امله ډېری کتونکی فکر کوي، چې اوباما د منځګړيتوب پر ځای داسراييلو د ګټو ساتونکی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مسلم

نو تاسی څه وايی چې د يهود په مقابل کې دی ودريږي؟؟؟؟ کفر خو يو ملت دی. مسلمان خو دکافر نه د مرستی او ملګرتيا تمه نه کوي. ځان هوښيار کړه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x