ټولنیزه برخه

د تبر غل څنګه وپېژندل شو؟

دوکتور اظهارالحق عزیز

يو سړی وايي: تبر مې ورک شو، په ګاونډي شکمن شوم چې کيداي همده زما تبر همده پټ کړی وي، ډېر په دقت مې د هغه څارل شروع کړل، په فکرونو کې ډوب شوم، چې کتل مې.

د تګ انداز به يې د تبر د غل په څېر وه، خبرې به يې هم داسې وې لکه زما تبر يې چې پټ کړی وي او حرکات به يې هم داسې ول لکه زما د تبر غل چې وي.

شپه راباندې اوږده او غمجنه تېره شوه، نه پوهيدم چې څنګه خوب وکړم، په دې فکرونو کې وم چې په کومه طريقه ورسره مخ شم؟ خو سهار وختي مې تبر پيدا شو. وړوکي ځوی مې د واښو لاندې کړی وه.

په دوهمه ورځ ګاونډي ته مې وګتل، هيڅ شی يې د تبر د غل په څېر نه ول، نه تګ، نه خبرې، نه حرکتونه او اشارې..!

بيخي بې ګناه راته ښکاره شو، پوه شوم چې همدا ته پخپله غل وې، ځګه د ګاونډي امانت او حقوق مې ترې غلا کړي وه، او د خپل عمر مکمله يوه شپه مې غلا کړه، په دې فکرونو چې يو بې ګناه باندې په کومه طريقه تهمت ولګوم؟

آيا همداسې نه ده، هره ورځ د خپلو بدو ګمانو او بدو نيتو له وجې په څومره خلکو تهمتونه لګوو؟ او د هغوی ديني او انساني حقوق يې ترې غلا کوو؟

د بد ګمان له وجې څومره کورونه وران شول، څومره ماشومانو تربيه خرابه شوه؟ د بد ګمان له وجې مو څومره ښه ملګري له لاسه ورکړل؟

نو وروره: هر کار کې په ارام فکر وکړه او د منډې نه کار مه اخله، او شک او ګمان مه کوه، ځګه ځيني ګمان ګناه ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx