
د سختو غبرګونونو سربېره، واټس اپ د خپلې پالیسۍ د عملي کولو اعلان وکړ
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې «واټس اپ» په جنوري میاشت کې د نوې تګلارې له اعلان وروسته د کاروونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوه چې له کبله یې د خپلې تګلارې عملي کول وځنډول، خو اوس یې د عملي کولو اعلان کړی دی.
د واټس اپ له لورې د خپاره شوو معلوماتو له مخې دوی خپلو کاروونکو ته د محرمیت نوې تګلارې په اړه د بشپړ معلوماتو لوستلو اجازه ورکوي او ددې لپاره یې پر واټس اپ د یو بینر له لارې دغه معلومات څرګند کړي دي.
واټس اپ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ددوی د نوې تګلارې معلومات په لومړي سر کې په ناسمه بڼه اخیستل شوي او لا هم موږ خپلو کاروونکو ته د معلوماتو خوندي ساتلو ضمانت ورکوو.
د روان کال په جنوري میاشت کې واټس اپ خپلو کاروونکو ته خبر ورکړی و، دوی د محرمیت نوې پالیسي چمتو کوي د کومې له مخې چې ممکن فیسبوک سره د کاروونکي او د هغه د ملګرو ځینې معلومات شریک کړي. د بیلګې په ډول د IP ادرس، د تلیفون معلومات او ددې اپلیکیشن له لارې د پیر او پلور معلومات دي.
په دې تړاو واټس کاروونکو ته خبرداری ورکړی و که چیرې تر ۸ فبروري دغه تګلاره عملي نه کړي حسابونه یې وربندوي، خو له سختو غبرګونونو مخ کېدلو وروسته یې دغه پریکړه وځنډوله، چې اوس یې د مۍ میاشت ضرب الاجل ټاکلی دی.
د واټس اپ تګلارې زرګونه کاروونکي دغې شبکې پریښودلو ته اړ کړل او ددې پرځای یې (سیګنال، ټیلګرام او بیپ) شبکې کارول غوره وګڼل چې دوی هم د کاروونکي معلوماتو د خوندي ساتلو ژمنه کوي.
د معلوماتو څرګندولو په اړه واټس اپ ویلي چې دا به کاروونکو ته د خپلې پریکړې بیا کتنې فرصت ورکړي، تر څو د شبکې کارولو ته دوام ورکولو لپاره د تازه معلوماتو سره موافق شي.
واټس وایي، «موږ ډیر معلومات ضمیمه کړي تر څو د نوې تګلارې په اړه اندېښنې په ګوته کړو کومې چې موږ له نورو شبکو اورو».