ورزش

پي ایس ایل: محمد نبي او قیس احمد نن خپله لومړنۍ لوبه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ نن د شنبې په ورځ شېبه وروسته په ۷:۳۰ بجې د پاکستان په کراچي نیشنل لوبغالي کې پېلیږي.

دغه افتتاحي سیالي به د تېر پړاو ګټونکې لوبډلې کراچي کینګز او کوټه ګلډیټرز ترمنځ ترسره شي، د کراچي کینګز لوبډلې له لوري محمد نبي او د کویټه لوبډلې له لوري په لومړي وار قیس احمد راڅرګند شي.

په یاده لوبه کې کراچي لوبډلې پچه وګټله خو کوټې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړې ده.

د پاکستان سوپر لیګ په سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي په لومړي وار ګډون کوي چې له ډلې يې راشد خان، مجیب الرحمن، قیس احمد، نور احمد او وقار سلام خېل دي، محمد نبي له دې وړاندې هم د کویټې لوبډلې سره لوبېدلی دی.

په ننۍ لوبه کې د محمد نبي لوبډله د قیس احمد لوبډلې پر وړاندې مخامخ کیږي چې محمد نبي او قیس احمد دواړه په ننۍ سیالۍ کې شامل شوي دي.

د پاکستان سوپر لیګ د مهالویش له مخې به د یکشنبې په ورځ راشد خان او مجیب الرحمن په لومړي وار راڅرګند شي، چې لاهور قلندرز د پشاور زلمي سره مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x