افغانستان

غني: تر څو چې ژوندی یم مؤقت حکومت به ونه منم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» یو ځل بیا له مؤقت حکومت سره توند مخالفت ښودلی او ادعا یې کړې، چې تر څو ژوندی وي مؤقت حکومت به ونه مني.

غني چې د جګړې د لومړۍ کرښې له دولتي عسکرو او قوماندانانو سره یې خبرې کولې، طالبانو ته په اشارې وویل چې «په دې یقین ولری چې تر څو زه ژوندی یم هغوی به د مؤقت حکومت مخ ونه وینی.»

نوموړي وړاندې له دولتي قومندانانو مننه کړې چې دده په خبره «له ملت دفاع کوي» او د هغوی د ساتنې په لاره کې جنګېږي.

د غني له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې په دوحه کې د افغان سولې د خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د لنډ مهالي حکومت اوازې هم ګرمې شوې دي.

حکومت که څه هم د لنډمهالي حکومت په وړاندې توند غبرګون ښيي او یاد وړاندیز  د طالبانو له طرفه بولي؛ خو طالبان وایي، کله یې هم د مؤقت حکومت موضوع نه ده مطرح کړې؛ بلکې همېشه یې د افغانستان لپاره یو مقتدر نظام غوښتی دی.

طالبان وایي، مؤقت حکومت په افغانستان کې ښه سابقه نلري او که رامنځته هم شي، د ستونزو لامل ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کابل اداره هغه د پرو غل پاچا پاچاهی ده ، تخت یی هغه هوایی ودانی کی چه امریکا په اوږو بار ده ، هره ثانیه چه امریکا اوږی خالی کوی هغه هوایی ودانس به په زمکه دړه وړه پرته وی . بیا به غنی ته د دی خبری وخت هم پاتی نه وی چه ووایی دا حکومت او هغه حکومت نه غواړم د نجیب په شان به یی مرداره قواره د ارګ مخی ته اویزان وی مرغان به یی متفکر ماغزه ټونګو کی وړی راوړی بیا به غنی پوه شی چه دی څومره وزن لری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx