افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: د افغان سولې خبرې باید چټکې او سیاسي جوړجاړی وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله» سره تلیفوني خبرې کړې دي او هیله يې څرګنده کړې چې د افغان سولې خبرې به چټکي او دواړه لوري به یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.

د پخلاینې عالي شورا له لوري په خپره شوې  خبرپاڼه کې  راغلي، چې انتوني بلینکن له عبدالله سره د خبرو په مهال ویلي چې امریکا د افغان سولې له خبرو ملاتړ کوي او په داسې حال کې  چې د امریکا حکومت د «طالبانو او امریکا د توافق» په بیا ارزولو بوخت دی، هیله لري چې د سولې  خبرې به چټکې او دواړه لوري به یو پایدار او هر اړخیز سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې بلینکن په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي له لارې د کړکېچ  په حلېدو ټینګار کړی او په هیواد کې د جګړې د شدت په زیاتوالي يې اندېښنه ښودلې.

ورته مهال «عبدالله عبدالله» د امریکا متحده ایالات د کابل «ستراتيژیک دوستان» بللي او ټینګار یې کړی، چې کابل حکومت د سولې خبرو د بریا لپاره د نړیوالې  ټولنې  ملاتړ اړین بولي.

د عبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر منځ تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې په د وحه کې د افغان سولې دوهم پړاو خبرې په ټپه درېدلې او طالبان له امریکا  غواړي چې ورسره کړې  هوکړه عملي کړي او د پاتې  بندیانو د خلاصون تر څنګ ټول عسکر له افغانستانه وباسي او د طالب مشرانو نومونه له تور لست څخه لیري کړي.

بل لور ته د امریکا حکومت بیا وایي، د طالبانو او امریکا تر  منځ لاسلیک شوی تړون ارزوي او تر  هغه وروسته افغانستان کې د پوځي حضور د دوام او یا هم اختتام په اړه پرېکړه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

وایی یوچاپیازپه اناروخطاکړی وو خوړل یی ترسترګووښکی ایله وی لاروی ورته وویل څه درباندی فرض دی چه خوری یی خوړونکی ورته وویل پیسی می پرتللی دی ،امریکا نه دبیری په ملک کی پاته کیدای سی اونه غواړی چه لکه روس دافغانستانه په بی آبروقسم ووزی غواړی اوراوبه سره یوځای کی چه امکان نلری،آیاداممکنه ده چه دملت قاتل مجرم حکومت اودملک دآزادۍ ستایل سوی غازیان سره شیرووشکرسی ،سپیڅلی مجاهدین دی دجهادتیاری کوی که دکفاروپه سروکی غرورلاپاته ووځنی وی باسۍ-غنی لکه مږک دشرابوپه خوم کی مردارکۍ،الله فرمایلی دی:معاهدی ته ژمن اوسۍ که کفارمعاهده ماته کی پرماتوکل وکۍ ستاسوکامیاب اودکفاروذلالت دالله په لاس… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زه هغه څوک یم چه هر څه په ډاګه وایم ، داسی نه چه نه ډآریږم انسان یم مګر د غه شعر نیم بیتی تسلی راکوی چه [ که ووم ووم که نه ووم نه ووم ] مادی ارمانونه می تر ډیری کچی ترسره شوی د اخری خاتمی جوړیدو ارمان می باتی دی نو د هغه ارمان د پوره کولو د پاره چه په هره بیه وی هر څه په ډاګه وایم. د جمهوریت ګوند او ترمپ د خپل فطرت خلاف له ټولو وحشتو تر سره کولو وروسته چه طالبانو سره یی د وتلو مهال ویش لاسلیک کړو . د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx